د لاسرسي ځای

تازه خبر

نننۍ او پرونۍ پښتو موسقي





سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد

د موسيقۍ د استاذانو وينا ده چې موسيقي يو خوږ او لطيف صنف دى چې له اوريدو سره يې د انسان په عصابو يو ښه اثر غورځيږي او انسان ته د ژوند احساس ورکوي او بل موسيقي په يوه ټولنه کې د مينې زيرې او خواږه هم ويشي او خلکو ته د امن او خوشالۍ درس ورکوي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې د موسيقۍ استاذ او موسيقار اې ار انور وايي، چې له نننه ١٥ کاله وړاندې موسيقۍ ډېر حلانده دور لرلو له هغه وروسته داسې موسيقي مينځته راغله چې د امن پر ځای يې د خلکو په ذهنونو کې انتشار پيدا کړو او يو بد اثر يې وغورځوولو.

د ده په وينا چې لږ تر لږه زه دې ته موسيقي نه شم ويلای څه بل څۀ نوم خو ورکولای شو خو موسيقي ورته نه شو ويلای.

موسيقي يو ډير پاکيزه علم دى او دا نن چې کومه موسيقي ده نو دې ته موږ دا نوم نه شو ورکولای.

اے ار انور زياته کړه چې له دې سربيره د نن موسيقۍ په تاوان کې د شاعر هم لاس دى چې هغه شان تعميري شاعري نه کوي چې کومه په کار ده.

،، اوس د شاعرۍ دا مزاج دى، دا ډيرانتهاي غير مناسبه شويدې . زه درته د بيلګې په توګه وايم نن چې کومې سندرې دي لکه پتاسه يم پتاسه ، خود کشه دهماکه يمه خودکشه دهماکه او داسې ورپسې چې مينه کوه خو ٣٠٢ مۀ کوه. نو دا داسې شاعري ده چې زموږه ټولنه تباه کوي دا خو نه زموږه کلتور دى نه زموږ ماضي ده او نه مستقبل ،،

خو شاعر عثمان خيالي بیا بل نظر لري.

،، په کوم دور کې چې هم کوم شاعر شاعري کړيده نو د هغه دور مناسب يې کړيده او کله وخت تيريږي او دور بدليږي نو هغه زړه شاعري خلکو ته ښه ښکاري نو زه به تاسو ته دا وويم چې شل ديرش کاله روستو به زموږ دا شاعري خلکو ته دومره خوږه ي او زموږ دا شاعري به خلک لکه د رحمان بابا او خوشال بابا په تاخونو کې ږدي ،،

همداراز د پښتو ژبې هنر مند نعيم طوري د ننۍ کمپويټري موسيقۍ لړ کې وويل:

،، د کورنيو غوړو او بازاري غوړو فرق وي د کورنيو غوړو خوند ته هغه کله هم نه رسي، دا کومه چې غربي موسيقي ده دا د کاروبار او سوداګرۍ ترحده خو ټيک ده چې کاروبار به ورسره د خلکو روان وي خو موږ پښتانه چې يو زموږ په نفسيات کې رباب دا ډول اتڼ ستار منګې دا زموږ په نفسيات کې دي ، په دې باندې وړاندې هم پيړې تيرې شوې دي خو دا رنګ بدل نه شو هم داسې به په دې پيړۍ تيرې شي خو دا به بيا هم بدل نه شي. هم دا رنګ د ننۍ د دې موسيقۍ رنګ داسې دى چې د دوی سندره په يوه ورځ کې اسمان ته وخيژي او بله ورځ بيا د هغې نوم و نښان هم نه وي ،،

د پښتو ژبې ځوان هنر مند کرن خان مشال راډيو ته وویل چې په کمپويټر موسيقي جوړول څه بده خبره نه ده خو دا هم نه ده چې موږ يواځې په کمپویټر تکیه ولرو.

يو هنر مند چې خواري وکړي او بل بې له خوارۍ د بل په موسيقۍ خپل نوم وکړي نو دا هم دوام داره نه وي بلکې د هغې ډيره زر پته لګي او خواري کښ ته هم او هغه بل چې خواري نه کوي دواړو ته پخپله د دې علم وي. نو دا کوم چې خواري وکړي هغه به تل تر تله پځاي وي.

د اې ار انور په خبره چې پخوا به صوفيا کرامو هم د دې موسيقۍ په مرسته د امن او خپل مذهب درس ورکولو او د علم او پوهې خورونه به يې کوله.
XS
SM
MD
LG