د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو تیت پرک کډوال او انتخابات


سراج ظهير – مشال راډيو

اسلام آباد:- د قبايلي سيمو څخه راتلونکيو ټولټاکنو کې برخه اخستونکيو اميدوارانو وينا ده چې که څه هم يو پلو په فاټا کې د امنيت وضعه ښه نۀ ده نو بل پلو د لرو پرتو سيمو خلک نه شي کولای شي چې له خپلو علاقو څخه پولنګ سټېشنونو ته ورشي او ووټ واچوي نو په دې وجه به هلته د ووټونو تناسب يا فيصدي کمه وي.


دغه رنګ د قبايلي سيمو يو شمير خلک يا خو په کيمپونو کې ميشت دي او يا د پاکستان په نورو ښارونو کې د مزدورۍ په غرض ژوند کوي.

له مشال راډيو سره خبرو کې قبايلي سيمې اين اې ٤١ نه د قامي اسمبلۍ اميدوار شاهي خان وايي:

(( اصل مشکلات دا ځل موږ ته دغه دي چې د اين اې ٤١ حلقه کې کوم ماسيد خلک دى د هغوی ٢٥٠٠٠ ووټونه دي. نو دا خلک د خپلې علاقې نه راوتلي دي او در په در دي څوک په ټانک دي څوک په ډيره اسماعيل خان ترنول اسلام آباد کې پراته دي نو دا ضروري هم ده او زموږ دا اپيل دى چې زموږ ماسيد هسې هم په تکليف کې دي نو دا ځل زموږ اليکشن کميشنر ته خواست دى چې په ټانک ، ډيره اسماعيل خان او ترنول اسلام آباد باندې دې د اين اې ٤١ لپاره پولنګ اسټشن جوړ کړي. دغه رنګ چې کوم خلک په خپلو کې وسيږي هغوي لپاره دې نيږدې پولنګ اسټشنې جوړې کړل شي))

د جنوبي وزيرستان اين اې ٤٢ څخه چرته چې تير ځل د خرابو حالاتو لوجې ووټونه نه وو شوي اميدوار شاه فهد وايي:

(( زموږ خلک خواره واره دي نو نه شي کولای چې پولنګ سټېشنونو نو ته ورشي او ووټ واچوي نو انشاالله په دې لړ کې زه اسلام آباد های کورټ کې يو درخواست جمع کوم چې کوم متاثرين په کيمپونو کې مېشت دي او هغوی ته دا حق ترلاسه دى چې دوی خپل ووټ وکاروي نو زما به دا غوښتنه وي چې په ډي ای خان يا بل ځای کې چرته چې دا خلک په اسانه کولای شي چې ووټ واچوي نو انشا الله ماته باور دى زه به دې بريا ترلاسه کړم))

کله چې مشال راډيو د اليکشن کميشن د ميډيا افسر خورشيد عالم نه په دې باب وپوښتل نو هغه وويل :

((د دې لپاره اليکشن کميشن ښه پوره پوره انتظامات کړيدي او په دې لړ کې د سپريم کورټ يوه فيصله هم راغلې ده ،، ورکر پارټي کيس دى ،، په هغه کې هغوی ويلي دي چې په دوو کلوميتره کې دننه دننه به يو پولنګ اسټشن جوړول ضروري وي ، موږ په ټول ملک کې دا کوشش کړی دى چې په دوه کلوميتره کې دننه دننه دا پولنګ اسټشن جوړ شي خو چې کوم ځای ناممکن وي نو هلته هم موږ کوشش کړې چې څومره نيږدې وي نو هغه ځای کې يې جوړ کړو. اوس فرض کړه په يو ځاي کې څلور پينځه کورونه يې او هلته لس پينځلس ووټران دي نو هلته خو پولنګ اسټشن نۀ شي جوړيداى، خو کوشش مو کړی دى چې هغه هم د لس دولس کلوميتره څخه زيات نۀ وي))

ياده دې وي چې په دې روستيو کې د اليکشن وياند الطاف احمد له مشال راډيو سره خبرو کې ويلي ول چې په نورو سيمو کې د فاټا اوسيدونکيو لپاره د ووټ کارولو دوې لارې دي
يو دا چې هغوی خپل ووټ په هغه علاقه کې رجسټرډ کړي چرته چې دوی اوسېږي او بله دا چې د ووټونو په ورځ خپلې سيمې ته ورشي او ووټ واچوي.
XS
SM
MD
LG