د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېرا کډوال حکومتي مرستې غواړي



د خیبر ایجنسۍ د تيرا بېكوره شويو خلكو په پيښور پريس كلب كې د خبري کنفرانس پر مهال له حكومته غوښتنه وکړه چې په باقاعده توګه دې له سیمې د بېكوره شوي ولس رجسټريشن وكړي او د نورو كډوالو په رنګ دې ورسره مرسته وشي.


خو چارواكي وايي د تيرا بېكوره ولس ته به د نورو بېكوره شویو خلكو غوندې مرستې وركوي، خو په جلوزو كډوالو كيمپ كې د چاودني له امله نړيوالو ادارو د امنيتي انديښنو له وجې خپل كار درولي دي نو ځکه د دوی رجسټريشن د ځنډ ښكار دی. او تمه ده چې ډېر ژر به د رجسټريشن عمل پيل شي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG