د لاسرسي ځای

افغانستان په کرکټ لوبه کې بحرین مات کړ



د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نړېوال شل اوریز جام ورتګ سیالیو ته د اسیا له شورا څخه په کوالیفای لوبو کې بحرین هم مات کړ.


د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افغانستان نن بحرین ته په پوره شلو اورونو کې د 158 منډو هدف ورکړ خو ټول بحریني لوبغاړي په 85 منډو وسوځیدل.

په دې لوبه کې چې په نيپال کې وشوه د افغانستان لپاره ګلبدین نایب څلورویکټې واخیستې او 46 منډې یې هم وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
XS
SM
MD
LG