د لاسرسي ځای

ولسمشر کرزي له برتانوي وزیر اعظم سره ټلېفوني خبرې



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېر ماښام د بریتانیا له وزیراعظم ډیویډ کامرون سره ټیلفونې خبرې وکړې.


د جمهوري ریاست په خبرپاڼې کې ویل شوي، دواړو مشرانو د افغانستان د سولې د عملې کولو، د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو او په لندن کې د وروستۍ درې اړخېزې غونډې د توافقاتو په اړه بحث وکړ.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند مرستیال فایق واحدي مشال راډیو ته په دې اړه وویل:

« د افغانستان ولسمشر د بریتانیا له وزیراعظم ډیویډ کامرون سره په ټیلفون په یولړ مسلو خبرې وکړې او د خبرو محور یې تر ډېره حده هغه مسایل وو چې په دې وروستیو کې د لندن په درې اړخېزه غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بریتانیا په کوربه توب جوړه شوې وه، بحث ورباندی شوی و»

د جمهوري ریاست په خبرپاڼې کي دغه راز ویل شوي: د لندن په درې اړخېزه غونډه کې د سولې بهیر عملي کولو په لړ کې د پاکستان ملاتړ، په کابل کې د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو د کنفرنس په جوړیدو، سېمه اېزو همکاریو او په قطر کي د افغانستان د سولې د عالي شوری او طالبانو تر منځ د مذاکرو لپاره د دفتر په پرانستلو توافق شوی و.
XS
SM
MD
LG