د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور مېشتي شییعه ګان امنیت غواړي


غلام غوث مشال ريډيو

د شییعه فرقې مشرانو په پېښور ښار کې د شورو پر ورځ د خواجه عمران په وژنه او په بیا بیا په هدفي بریدونو کې د شییعه فرقې په وژنو سختې انديښنې څرګندې كړې دي او له حكومته يې د تحفظ او په هدفي وژنو کې د ككړو كسانو د نيولو غوښتنه كړيده.


دا څرګندونې دوی نن د پنجشنبي پر ورځ په پېښور پريس كلب کې خبري كانفرنس ته وکړې.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د شییعه رابطه كونسل مشر مېجر ریټایېرډ سيد حسنين حيدر وويل:

((موږ له حكومته غوښتنه كوو چې زموږ خلکو ته دې ژر تر ژره تحفظ وركړي او موږ ته دې زموږ د تحفظ لائحه عمل وښودل شي. آی ايس آی او آی بي ته پته ده چې د دې هدفي وژنو لپاره مالي پانګې له كومه لوري راځي خو په كار ده چې ككړ كسان ونيول شي))

د شییعه فرقې د مشرانو په وينا په تيرو څو اونیو کې د هغوی مهم شخصيتونه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي چې په کې ډاكټر رياض حسين ډاكټر شاهنواز علي ملك جرار حسين ايډوکېټ نوازش علي اكبر علي مير او آغا محمد حسن شامل دي.

د شییعه فرقې وګړي وايي، چې د هدفي وژنو له وجې دوی له امنيتي اندېښنو سره مخامخ دي- په دي لړ کې مولانا سيد ظاهر عليشاه كاظمي مشال ريډيو ته وويل:

((موږ احتجاجونه وكړل خو تر دې دمه څوك هم نه دی نيول شوی، موږ دا غوښتنه كوو چې دا كسان دې ونيول شي چې موږ ترې خلاص شو، كاروبار زموږ بېخي راغورځېدلی دی، هر سړی چې له كوره وځي نو دا ویره ورسره وي چې واپس به راشم كه نه، هر سهار چې موږ له كوره وځو نو زموږ خويندې ميندې دعا كوي چې خدايه په خير زموږ كسان كور ته راستانه كړي))

د شییعه فرقې د دې غوښتنو او اندېښنو په لړ کې د پېښور کېنټ يوه لوړپوړي پوليس چارواکې اې ايس پي بلال ظفر مشال رېډيو ته وويل:

((د پرون واقعاتو ته په كتنه په دوه پېښو کې يو د شییعه فرقې او بل غيري شییعه وژل شوي او تاسې ته د پېښور د مجموعي حالاتو پته ده چې امنيت او سيکېورټي ډيره د فكر وړ ده، نو دا وينا كول بېبنياده ده چې د فرقې مخصوص طبقه په نښه کېږي، بهر حال په دې لړ کې مقدمې درج شوېدي او ټولې تر پلټنو لاندې دي،او د هغي پلټنو نتيجه چې مخي ته راشي نو بيا به موږ ویلای شو چې د دې په شا كوم عناصر دي او تر شا يې د چا لاس دي))
XS
SM
MD
LG