د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا وګړي پاسپورټ جوړولو کې ستونزې لري





د خيبر پښتونخوا له بېلابېلو سيمو د پاسپورټ جوړولو له پاره پېښور ته تللي په سلګونه خلک له يوشمېر ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې د لسو ورځو او يوې مياشتې په موده کې جوړېدونکي پاسپورټونه دوی ته په مياشتو پس ورکول کېږي، چې ورسره د ډېرو خلکو ويزې هم خرابې شوې دي. دوی دا هم وايي، چې د پاسپورټ د دفتر کارکوونکې له دوی سره ښه رويه نه ساتي.

بل خوا د پاسپورټ انتظاميه وايي چې په پېښور دفتر زيات رش او سيمه کې د بدامنۍ له وجې د خلکو د پاسپورټونو جوړېدو عمل د ځنډ ښکار دى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG