د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر ولایت کې ګڼ وسله وال طالبان وو‌ژل شول


د افغانستان د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان او ایتلافي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شاوخوا پنځوس تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبه اوښتې ده.


د لوګر د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر ریس خان عبدالرحیم زي نن د شرو پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې دا عملیات د برکي برک ولسوالۍ په سجاوڼ کلي کې په تېرو دوو ورځو کې ترسره شوي.

ده وویل چې په دې عملیاتوکې درویشت تنه وسله ال طالبان وژل شوي، شپږ ویشت ټپیان شوي او دوه څلویښت نور نیول شویدي.

د نوموړي په خبره د دې عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسله هم د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې او تر څنګ یې د ملي اردو دوه برید منان چې دوه ورځې مخکې د طالبانو لخوا په سیمه کې نیول شوي وه ، هم د وسله والو له منګولو ژغورل شویدي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې عملیاتوکې خپلو د دولسو تنو طالبانو وژل کیدل تایید کړل نور وژل شوي.
XS
SM
MD
LG