د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات ځایي دفاعي کمېټې دوه غړي ووژل شول


د خېبر پښتونخوا د سوات تحصيل مټه شکردره سيمه کې د ځايي دفاعي کمېټۍ دوه غړي وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.


د مټې پوليس تاڼې محرر اشرف علي نن سهار مشال راډيو ته وويل چې پېښه تېره شپه هغه وخت وشوه کله چې دغو کسانو د د خپل کلي څوکداري کوله چې نامالومه وسله والو ډزې پر یې وکړې.

بلخوا ناپیژاندو وسله والو د پاکستان په قبایلي سیمه کې یوه ښوونکې ووژله.

د جمرود پوليټيکل تحصيلدار عصمت الله وزير تېر ماښام مشال راډيو ته وويل چې شهناز نازلي پرون د خیبر ایجنسۍ د جمرود په شاکس سیمه کې ووژل شوه.

نوموړي زياته کړه چې دغه ۴۴ کلنه ښوونکې دوو برید کوونکو چې پر موټرسایکل سپاره وو هغه مهال ووژله چې دا ښوونځي ته روانه وه.
XS
SM
MD
LG