د لاسرسي ځای

شمالي کوریا د خپلو توغندیو مخه امریکي اډو ته اړولې




شمالي کوريا ويلي چې د دوی سټراټيجيک راکټونه اوس په ګوام هوايي کې د امريکا د پوځي اډو او د امريکا د اصلي خاورې پر لور نصب شوي دي.

د کوريا حکومتي خبرې اژانس وايي، دا ګام د امريکا لخوا د بمباريو د ګواښونو په غبرګون کې اخستل شوی دی.

د دې امر له مخې د راکټونو ټولۍ د اولي درجې د جنګي تياري لپاره ځای په ځای شوي دي. د شمالي کوريا د حکومتي خبرې اژانس لخوا دا خبر نن تر هغه څو ورځې وروسته راغلی چې امريکا او جنوبي کوريا د شمالي کوريا لخوا د ټيټي پېمانې د ممکنه بريد په غبرګون کې د ګډو پوځي عملياتو لپاره لوظنامه لاسليک کړه.

شمالي کوريا مدار ته د تېر کال د ډسمبر په مياشت کې يو سټېلايټ لېږلی خو داسي باور نه کيږي چې دا سټېلايټ به د دومره اوږده واټن مېزايل ولري چې د امريکا لويه وچه په نښه کړي.
XS
SM
MD
LG