د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د پوهنتونونو نوی درسي نصاب اعلان شو



د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نن دهیواد د پوهنتونونو نوی درسي نصاب اعلان کړ.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید نن په یوه خبري غونډه کي وویل چې دغه نصاب د بهرنیو هیوادونو له درسي معیارونو سره برابر دی.

نوموړي زياته کړه چې د ټولو پوهنتونو او پوهنځیو پر درسي نصاب له سره کتنه شوې او نوی نصاب جوړ شوی او د همدې پر اساس غواړي چې درسي پروګرامونه پرمخ بوځي.

اوسمهال د اکثرو پوهنتونونو زده کونکې شکایت کوي چې د درسي نصاب مواد یې زاړه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG