د لاسرسي ځای


بازمحمدعابد مشال راډيو

جلال اباد:- ګوته چې ځينې خلک ورته ګوتمۍ هم وايي، داسې يو پښتني سينګار توکی دی چې په ښځينه وو سربيره يې نارينه هم په ګوته کوي. هغه ګوتې چې نارينه يې د ځانونو لپاره خوښوي زياتره يې له سپينو زرو څخه جوړې شوي وي او ډول، ډول قميتي غمي، لکه، فيزوزه، ياقوت، زمرود، حقيق او الماس په کې لګېدلي وي. خو ښځې بيا د ځانونو لپاره د سرو زرو جوړې ګوتې خوښوي.


د جلال اباد ښار يو زرګر چې له سپينو زرو ګوتې جوړوي وايي چې خلک ورته د ګوتې د جوړيدو لپاره غمي راوړي او دی يې له غوښتنې سره سمه ګوتې ورته جوړوي.

« زه پرويز یم. د جلال اباد ښار اوسيدونکی يم او د زرګرانو په کوڅه کې د سپينور زرو څخه ګوتې او نور شيان جوړوم. موږ ته خلک هر قسم غمي راوړي لکه الماس، فيروزه، ياقوت، زمرود، لاجور راوړي او هر رقم ګوتمۍ چې خلک ارډر ( فرمايش) ورکوي، موږ يې ورته جوړوو.»

د پښتنو په اکثرو کليو کې داسې يو دود دی چې کوم هلک ته جينې کوژده شي، نو يوازې د واده په شپه له يوبل سره ویني، خو اوس چې ځينو کليو ښاري کلتور خپل کړی نو د کوژدې په مناسبت هلک او نجلۍ په يوه پالنګ کښېنوي چې نجلۍ هلک ته او هلک نجلۍ ته ګوته چې چيله هم ورته ويل کيږي، په ګوتو کوي.



په همدې اړه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ نوريه لودين وايي:

« ګوتې زموږ خويندو او وروڼه د خوشاليو په ورځو کې په ګوته کوي. همدا رنګه د هلک او نجلۍ چې کوژدنه وي، په هاغه وخت کې بيا د چيلې په نوم يا ګوتې نجلۍ هلک ته او هلک نجلۍ ته په ګوته کوي او دغسې دوی د ګوتې په واسطه سره نښلوي.»

پښتنې ميرمنې د سرو زرګرو څخه جوړې ګوتې خوښوي، خو د پروين په نوم يوه نجلۍ وايي چې د نقرې جوړه ګوته يې کال او سر په لاس وي.او زياتوي چې هغه ښځې د سرور زرو څخه جوړې ګوتې په لاس کوي چې مالداره وي.

په ځينو پښتو سرکو او لنډيو کې هم د ګوتې يادونه په هنري ډول شوې وي چې خاطرې ورسره تړلي وي.

په همدې اړه راسره ايدرس مومند خپله خاطره شريکوي.

« شل کاله وړاندې يوه خبره وه چې اوس هم زما په زړه کې د يوې خاطرې په شکل ژوندۍ ده. زموږ مالت کې واده وه. ښځو په کې چمبې وهلې، زه د خپل تره زوی فرهاد سره ورغلو. زموږ ترور چمبه وهله او زموږ په ليدو يې يو دم له خولې نه دا ټپه را وايسته چې:

دغه ايدرس مې د سرو ګوته
دغه فرهاد په کې غمی کيږده زرګره

نو ما دا خولۍ په دې تندي کيښوده ده او فرهاد ته مې وويل:
تره زويه ته هم د ترور په دې ټپه دومره خوشاله شوې لکه زه چې خوشاله شوی يم.»

شاعره حسينه ګل وايي چې بښتانه د خپلو اقدارو سره د عقيدې تر بريده مينه لري.

« څومره پورې چې د ګوتمه يا رينګ خبره ده، د دغو څيزونو سره د پښتنو داسې يوه عقيده ده، داسې محبت دی چې هغوي په فکري توګه، زهني توګه او نفسياتي توګه په ځان باندې منلي دي. او دغه يې ازمايلي دي، نو په دې حواله دغسې څيزونه هغوی د خپل شخصيت نه، يا د خپل وجود نه يا د خپل ژوند نه د ايستلو تصور نه شي کولای. »

د بلوڅ په نوم يو تن چې غبرګې ګوتې يې په ګوتو کړې وې، وايي چې يوه يې د مثالي دوستۍ د نښې په توګه په ګوته ساتلې ده.

« دغه يوه چې ده دا ما د خپل شوق نه ځانته جوړه کړې ده او دا بله چې ده دا له ماسره زما د انډيوال نښه ده. زموږ خپلو کې دا خبره شوې وه چې که خدای مه کړه ما او تا سره خپه کيدو نو ته به ما نه دا خپله ګوته غواړې او که ما درسره ملګرتيا پريښوده نو زه به درته ګوته واپس کوم. اوس موږ لږ سره خپه شوي يو، چې هغه له ما نه دا ګوته نه شي غوښتلی او زه هم نه شم واپس کولای. دا زموږ د دوستۍ يوه نښه ده او دا زه په هيڅ قيمت له ځانه نه شم ليرې کولای.»

ګوته د پښتنو ميرمنو او سړو ګډ کلتوري سينګار توکی دی چې له پخوا نه تر اوسه رواج لري، ځينې ميرمنې يې په مناسبتونو کې په ګوته کوي او ځينې نارينه او ښځينه يې کال و سر په ګوته کوي او د تقدس په نظر ورته ګوري.
XS
SM
MD
LG