د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نویو حلقه بندیو پر ضد ایم کیو ایم عدالت ته ولاړ



کراچۍ :متحده قامي مومنټ د ګل (دوشنبې پر ورځ) په سند های کورټ کې په کراچۍ ښار کې ټاکنو کمیشن لخوا د ۱۱ نوو انتخابي حلقه بندو پر ضد کیس دایر کړی دی.


د ایم کیو ایم ګوند پلویانو د ټاکنو د کمیشن د دې پریکړې پر ضد له تیرو څو ورځو راهیسې د یاد کمیشن د صوبایي دفتر مخې ته احتجاجونه هم کړي دي . د ایم کیو ایم چارواکي وایي، په داسې حال کې چې د ټولټاکنو نیټه اعلان شوې ده ، د ټاکنو د کمیشن لخوا دغه ډول کار کول ناقانونه خبره ده . د یاد ګوند چارواکی فیصل سبزواري په دې اړه مشال ریډیو ته ووویل،

((د مردم شمارۍ نه بغیر له نوې سره حلقه بندي نه شي کیدلای . تر کوم قانون لاندې چې د ټاکنو کمیشن حلقه بندۍ کړې دي ، دغه قانون په ۱۹۸۴ کال کې د ضیاءالحق په دور کې جوړ شوی دی او تراوسه د کراچۍ نه بغیر په بل ځای په دې عمل نه دی شوی. موږ له عدالته خواست کړی دی چې د حلقه بندو په اړه د ټاکنو د کمیش لخوا جاري شوی نوټیفیکشن منسوخ وګرځوي))

سند های کورټ د ایم کیو ایم لخوا د دایر شوي خواست د اوریدنې لپاره منظور کړی دی او سبا د شورو یا چهارشنبې په ورځ به ددې اوریدنه کیږي .

پیپلز ګوند هم په کراچۍ کې د نوو حلقو جوړولو پر ضد په سند های کورټ کې خواست جمع کړی دی . د یاد ګوند چارواکي وایي د ټاکنو کمیشن نوې حلقې سمې نه دي جوړې کړې او نه یې په دې لړ کې له دوی څخه سلا مشوره اخیستې ده .

خو عوامي نیشنل پارټۍ وایي، په کار ده چې الیکشن کمیشن حلقه بندي یوازې په ۱۱ حلقو کې نه بلکې د کراچۍ په ټولو حلقو کې کړې وای . د یاد ګوند د سند صوبې مشر شاهي سید وایي،

سېنېټر شاهي سید د عوامي نېشنل پارټۍ د سیند صوبې مشر
سېنېټر شاهي سید د عوامي نېشنل پارټۍ د سیند صوبې مشر
((دا خو یوازې د کراچۍ په ۸ صوبایي او ۳ قامي اسمبلیو حلقو باندې نوې حلقه بندي شوې ده، په کار ده د ټول ښار دا وشي. اوسنۍ حلقه بندۍ داسې شوې دي چې ووټر د ووټ اچولو لپاره پولنګ سټیشن ته نه شي ورتلای ، ډېرې علاقې ،،نوګو ایریاز،، جوړې شوې دي . یا خو دې د ښار ټولې سېمې د هر چا د تګ راتګ لپاره خلاصې کړل شي او یا دې د ژبې په بنیاد په ښار کې له نوې سره حلقه بندۍ وشي ، چې د پښتنو په ګډون هر چا ته موقع په لاس ورشي چې خپل نماینده اسمبلۍ ته ولیږي))

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په کراچۍ کې مخکې هم د مردم شمارۍ نه بغیر حلقه بندۍ شوې دي چې له امله یې د ایم کیو ایم نه علاوه نورو ټولو سیاسي ګوندونو ته تحفظات دي . د سیاسي چارو کارپوه قیصر محمود په دې اړه وایي،

((د مشرف په دور کې هم حلقه بندۍ شوې وې ، هغه وخت راهیسې داسې ویل کیږي چې د مشرف د دور د حلقه بندیو څخه ایم کیو ایم ته ګټه رسیدلې ده . په کراچۍ کې د حلقه بندیو کار الیکشن کمیشن د سپریم کورټ په حکم کړی دی او ایم کیو ایم ته هم دا حق حاصل دی چې عدالت ته لاړ شي او هلته خپل دریځ وړاندې کړي، نه دا چې د الیکشن کمیشن د دفترونو مخې ته احتجاجونه وکړي ))

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د ټاکنو نه وړاندې د نوي سره د حلقه بندیو په اړه د تېرې یوې مودې راهیسې بحثونه روان دي . د نوي سره د حلقه بندیو حکم څه موده مخکې د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ کړی دی .

د سپریم کورټ ددغې حکم یو شمیر سیاسي ګوندونو هرکلی کړی دی، خو د کراچۍ تر ټولو لوی ګوند ایم کیو ایم دغه حکم د کراچۍ د خلکو د رایو پر ضد بللی دی.

د سپریم کورټ ددغې حکم په ضد د وینا کولو په لړ کې د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین ته د توهین عدالت نوټس هم جاري شوی و، چې بیا وروسته د هغه لخوا د بخښنې روسته د عدالت لخوا ختم کړل شوـ
XS
SM
MD
LG