د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد برید: اته تنه وسله وال بريدګر ووژل شول



افغانستان: یو افغان پولیس سرباز په جلال اباد کې له ځانمرګي بریده وروسته په روغتون کې تر درملنې لاندې دۍ.
افغانستان: یو افغان پولیس سرباز په جلال اباد کې له ځانمرګي بریده وروسته په روغتون کې تر درملنې لاندې دۍ.

بازمحمد عابد مشال راډیو

جلال اباد:ـ وسله والو طالبانو د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د چټک غبرګون په روزنيز مرکز په ډله ييز بريد کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه ډله ييز بريد نن سهار شاه وخوا څلور نيمې بجې ننګرهار امنيه قوماندانۍ ته څيرمه د چټک غبرګون د قطعې په روزنيز مرکز تر سره شوی.


دننګرهار چارواکي وايي چې بريد ګرو په لومړي سر کې په چوونکو توکو بار دوو ګاړو کې چاودنې وکړې او بيا ودانۍ ته ننوتل او تر يوه ساعت پورې يې له پوليسو سره جګړه وکړه.

د ننګرهار د امينې قوماندان محمد شريف امين د پيښې په ځای کې خبريالانو ته وويل:

«د بريدګرو شمير چې په لومړي سر کې درې تنو ځانونه والوزول پنځه تنه چې وسلې او لاسي بمونه هم ورسره وو د خارجي دوستانو په يونيفارم کې ودانۍ ته ننوتل چې هغه هم د پاو باندې يو ساعت نښتې وروسته له منځه تللي چې ټول اته کسه بريد ګر او پنځه تنه پوليس وژل شوي او څلور تنه پوليس ژوبل شوي دي.»

د امام جان په نوم يو تن پوليس چې د چټک غبرګون د قطعې تر څنګ په يوه مارکيت يې پيره کوله، د خپلو سترګو ليدلی حال مشال راډيو سره شريک کړو:

« له چاودنې لس مينټه پس دوه کسان راغلل چيغې يې وهلې، ويل يې موږ زخميان يو دروازه خلاصه کړه.ما ورته دروازه خلاصه نه کړه. دوی غوښتل چې د مارکيټ په پنجره راواوړي، په دې وخت کې پرې ما يو ډز وکړو، پاس زما بل پيردار ملګری و هغه هم ډزې پيل کړی او يو تن يې په ډز ولګيدو، هغوی بيرته د چټک غبرګون مخې ته ورغلل او هغه يو تن يې ځان والوزاوه.»

د يادولو ده چې د چټک غبرګون د قطعې ودانۍ چې د عمومي سرک پر سر موقيعت لري او افغان پوليسو ته په کې د بهرنيانو له خوا عسکري ترتبيت ورکول کيږي، د ودانۍ خواوشا ټول ولسي وګړي استوګن دي، د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوي چې له امله يې شپږ تنه ولسي وګړي معمولي ټپيان شوي دي.

طالب وياند زبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه ټيلفوني پيغام کې د پيښې پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG