د لاسرسي ځای

تازه خبر

"قطر کې د طالبانو دفتر به یوازې افغان حکومت سره خبرې کوي"


د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت وايي افغان ولسمشر حامد کرزی به په نيزدې راتلونکې کې قطر ته د دغه هيواد د امير په بلنه سفر وکړي.

د دې وزارت وياند جانان موسي زي پرون د اتوار پر ورځ په کابل کی یوې خبرې غونډې ته وويل چې افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر په درشل کی دغه هيواد کي د طالبانو د دفتر د پرانستو لپاره د افغان حکومت مخکيني شرايط بيا تکرار کړي چې دا دفتر بايد يوازې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو لپاره وي.


په دې وروستيوو کې افغانستان ټينګار کړی چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانيستل دې دوی سره په مشوره وشي ترڅو افغانستان کې د سولې بهير او وسله والو مخالفينو سره د خبرو لړۍ په ښه توګه پرمخ ولاړه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG