د لاسرسي ځای

تازه خبر

نګران وزيراعظم لوړه وکړه


نن د ګل پر ورځ د پاکستان نګران وزيراعظم، مير هزار خان کوسو د خپلې چوکۍ لپاره لوړه وکړه. نوموړی پرون د پاکستان انتخاباتي کمیشن له هغه وروسته غوره کړ چې د حکومت او اپوزيشن ګوندونو پارليماني کميټې د عبوري وزير اعظم په نوم متفق نه شوه. هغه نن د لوړه و پورته کولو پر مهال وويل:

((د پاکستان د وزيراعظم په حيث زه خپله دنده شروع کوم او دخپل کار به په پوره ايماندارۍ او د خپل وس مطابق پر مخ بيايم.))

کوسو پرون خبريالانو ته وويل چې د هغه لومړۍ ترجيح د پاکو او شفافو انتخاباتو کول دي. ميرهزار خان کوسو د بلوچستان صوبي سره تعلق لري او د دغه صوبې د هاي کورټ پخوانی چیيف جستس هم پاتې شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG