د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:پښتني سیمو کې انتخابي هلې ځلې




نیازموساخېل،کوټه


په ملک کې د انتخاباتو له اعلان سره سم د نورو سیمو په څېر،د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو کې هم سیاسي او مذهبي ګوندونو د تیارۍ نیولو اعلان کړی دی او په دغه لړ کې یې باقاعده انتخابي هلې ځلې پېل کړې دي.

په صوبه کې مذهبي ګوند،جمعیت علما اسلام (ف) د تیرې یک شنبې په ماښام د خپلو کاندیدانو له اعلان کولو سره سم،انتخاباتو ته خپلې تیارۍ شروع کړې.د دغ ګوند یو مرکزي مشر او سېنېټر،حافظ حمدالله په دغه اړه مشال رېډیو ته ووېل:


٫٫
د جمعیت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن
د جمعیت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن
موږ انتخاباتو کې د برخې اخیستو لپاره د لومړي پړاو په لړ کې خپل کاندیدان اعلان کړ چې د صوبې پر ۵۱ څوکیو به مقابله کوي.په ځانګړې توګه پر پشین-زیارت قامي اسمبلۍ څوکۍ مولوي آغا محمد،پر ژوب-سېف الله کلا قامي څوکۍ مولانا محمد خان شیراني،پر لورالایي-موساخېل قامي اسمبلۍ څوکۍ مولانا امیرزمان او داسي یو شمېر نور...موږ انتخاباتو ته پخوا هم تیار وو اوس هم.موږ به په پوره توان،تیاري او هیلو قام ته ځو چې موږ ته رایې را کړي٬٬


بلخوا پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ هم انتخاباتو ته تیاری نیولی دي. چې په ۲۰۰۸م کال یې د جنرال پروېز مشرف د پوځي واکمنۍ له وجې په انتخاباتو کې برخه وانخیستله. . د دغ ګوند یو مرکزي مشر او پخوانی سېنېټر،رضامحمد رضا مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دوی تیاري هم تر چا کمه نه ده

٫٫
د پښتونخوا ملي عوامي عوامي پارټۍ مشر محمود خان په کوټه کې د خبل ګوند یو غونډې ته وینا کوي
د پښتونخوا ملي عوامي عوامي پارټۍ مشر محمود خان په کوټه کې د خبل ګوند یو غونډې ته وینا کوي
موږ به په راتلونکې یوه دوې ورځې کې هغه کاندیدان اعلان کړو،کوم چې به د جنوبي پښتونخوا پر ټولو صوبایي او قامي څوکیو مقابله کوي.د ولس له پارټۍ سره ډېر لوی ملاتړ دی او موږ به هڅه کوو چې د خلکو پر ملاتړ پوره و خېژو٬٬

رضامحمد رضا ادعا کوي چې د کامېابۍ په صورت کې به دوی د سیمې نه هېروونکی خدمت وکړي:

٫٫خلک له تېرو حکومتونو او واکمنانو ډېر مایوسه شوي دي او هغوی د اسلام په نامه نه د خلکو مذهبې او نه دونیاوي ستونزې ور هوارې کړې. موږ خبر یو چې زموږ ولس د زراعت، ډیمونو، بجلۍ، روزګار او امنیت په حواله ډېرې ستونزې لري. موږ به خپل کاندیدان پر دې پابندوو چې هغوی خپل ټول وس او توان د قام او سیمې د ستونزو پر هواري ولګوي٬٬

د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو عوامي نېشنل پارټۍ هم په بیا بیا چوکۍ ګټلې دي.د دغ ګوند په صوبه کې یو مشر او سېنېټر،داود پیر عليزی له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

٫٫زموږ ګوند د قام او سیمې لپاره یو شمېر قربانیانې ور کړې دي او همېش یې د خلکو د خدمت کولو هڅه کړې ده. موږ اندازه لرو چې پر کلا عبدالله،چمن،هرنایي،ژوب،کوټه او نورو سیمو کې خلک پر موږ باور وکړي او موږ به اسمبلیو ته ولېږي چې د دوی خدمت وکړو٬٬

د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو کې سیاسي او مذهبي ګوندونو د خپلو کاندیدانو د اعلان کولو سره سم، د غونډو او له خلکو سره د لیده کاته لړۍ هم پېل کړی دی.
XS
SM
MD
LG