د لاسرسي ځای

په مالي کې د القاعده یو مشر وژل شوی دی


فرانسه وايي، د افریقا په شمال کې یې له القاعده شبکې سره د تړلو سختدریځو وسله والو یو مشر وژلی دی.

ویل کیږي چې عبدالحمید ابو زید، د فیبرورۍ میاشتې په وروستیو کې په مالي کې د فرانسې په مشرۍ له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی. تېره ورځ د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دفتر د ابو زید وژنې پخلی وکړ. ویل کېږي چې ابو زید په مالي کې د القاعده شبکې له ډېرو سختدریځو مشرانو څخه وو. فرانسې د روان زېږیز کال په لومړیو کې په مالي کې پوځي مداخله پیل کړه او مقصد یې دا وو چې د دې هیواد پلازمېنې باماکو ته د وسله والو پرمختګ مخه ونیسي. مالي پخوا د فرانسې مستعمره یا کالوني وه.
XS
SM
MD
LG