د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان په لاهور کې جلسه کړې ده


بېګا ماښام په لسګونه زره کسانو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په جلسه کې ګډون کړی دی.

رپورټونه وايي، په دې جلسه کې لږ تر لږه یو لاک کسانو برخه اخیستې وه. عمران خان د ولسمشر اصف زرداري او پخواني وزیر اعظم میا نواز شریف ګوندونو په مقابله کې د مې میاشتې انتخاباتو ته ولاړ دی. د پاکستان ډېری ګوندونه اوشنونکي پر عمران خان تورونه پورې کوي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې او په پاکستان کې د طالبانو کارونو پر وړاندې یې دریځ مبهم او نرم دی. نوموړي څو میاشتې مخکې دا هم ویلي ول چې په افغانستان کې جهاد جایز او په پاکستان کې نه دی. دی پخوا د کرکټ لوبډلې مشر وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG