د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف پاکستان ته تللی دی



کراچۍ - د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف د یکشنبې پر ورځ کراچۍ ته رسېدلی دی.

مشرف د شنبې پر ورځ ورځ په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل، د مې د میاشتې په انتخاباتو کې د ګډون له پاره پاکستان ته ځي.


له بلې خوا د پاکستانیو طالبانو یوه غړي عدنان رشید په یوه ویډیو کې ویلي، وسله والو یوه وژونکې ډله جوړه کړې ده چې د دوی په وینا ((د مشرف دوزخ ته استولو)) ته چمتو ده.

دا ویډیو رسنیو ته تر لاسه شوې ده.

عدنان رشید پخوا هم د مشرف وژنې په هڅه کې برخه اخیستې وه. بیا دی زنداني شوی وو.

دا سړی عدنان رشید دی چې د بنو له زندانه طالبانو خوشې کړی وو
دا سړی عدنان رشید دی چې د بنو له زندانه طالبانو خوشې کړی وو
تر دې وروسته وسله والو طالبانو د بنو پر زندان د شپې حمله کړې وه او عدنان رشید یې سره د ځینو نورو وسله والو خوشې کړی وو.

د خبري غونډې پر وخت پروېز مشرف طالبانو ته په اشاره وویل له داسې بیانونو نه وېرېږي:

((هغوی د سېپټېمبر ۱۱مې تر پېښو وروسته هڅه کوي چې ما دوزخ ته واستوي. نو مانا دا شوه چې اوس ۱۲ کاله وشول. هغوی تر اوسه په دې نه دي توانېدلي. زه داسې کس نه یم چې یوازې له بیانونو و وېرېږم))

پروېزمشرف له ۲۰۰۹ز کال راهیسې په دوبۍ او لندن کې اوسي.

د پخوانۍ وزیر اعظمې بې نظیر بوټو د وژنې تر څنګ پر نوموړي نور تورونه هم دي چې دی ترې انکار کوي.

مشرف زیاتوي، ده ته حکومت ضمانت ورکړی دی چې نه به نیول کېږي.
XS
SM
MD
LG