د لاسرسي ځای

تازه خبر

له نوي کال سره سم په خوست کې د بوټو نهالول پیل شول


خوست - د نهال شانۍ په نوموړي جشن کې دیاد بنسټ غړو او دخوست ولایت نورو په سلګونو ځوانانو او خلکو برخه اخیستې وه . دجشن ګډونوالو دنهال شانۍ مراسم او دتفریحي پارک دغونډۍ دپاسه دسیمه ییزو سندرغاړو له خوا په زړه پورې کنسرټ ،اتڼونه ،ګډاګانې او یو بل ته د نوي کال د دودیز جشن مبارکۍ په زړه پورې بللې.


دهیوادپال ځواک سیمه ییز دفتر مشر ولي مت خان خادم وویل،چې پدې ورځ نه یوازې داچې دخوست په تفریحي پارک کې په زرګونو نیالګي کینوي بلکې تر دوو کلونو پورې به ورنه څارنه او ساتنه وکړي: ((دهیوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په نووښت او لګښت اوسنۍ پروګرام جوړ شوی ،تاسو په خپله ګورئ زموږ دبنسټ په ګڼ غړي دلته راغلي او دخوست په تفریحي پارک کې به په زرګونو نیالګي کینوي او تر دوو کلونو پورې به یې ساتنه او څارنه کوي.))

د خوست والي عبدالجبار نعیمي ،چې دنهال شانۍ دیاد جشن ګډونوال وو ، وویل چې په نوي کال کې باید خلک خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي،اختلافونه یوې خواته کړي او دبیارغونې په بهیر کې برخه واخلي :((څه چې موږ او تاسو مسوولیت لرو او باید ترسره يې کړو او پدې کې ټول باید سره شریک شو دادي ،دغه ماشومان چې دلته ناست دي ،کله چې د زده کړو وخت وي ،دوی باید په کوڅو کې نه وي بلکې په مدرسو او ښوونځیو کې وي ،بل داچې هغه اختلافونه چې زموږ په مینځ کې دځمکو پر سروي ،یا دقومونو او خلکو په مینځ کې وي باید دې ته دپای ټکی کیږدو ،زه امیدواره یم چې سږکال به دخوست دبیارغونې کال وي.))

لیکوال او ژورنالیست ګل شریف هڅاند وویل ،چې غواړو ددې شانداره پروګرام له لارې دخوست دا خړې پړې تپې شنې او سمسورې کړو: ((دنوي کال څخه هر وخت خلک نوې هیلې لري ،ضرورده چې په نوي کال کې هغه ماشومان چې په تعلیم کې ندي دوی ښوونځیو ته ولیږو ،دوطن سمسورتیا تر ډیره دنیالګیو په کینولو او پاللو کې ده،موږ هم دیوې شاندارې میلې په جوړولو سره دا ورځ لمانځو،نیالګي لږوو او موږ غواړو چې دخوست دا خړې پړې تپې شنې او سمسورې شي.))

دنهال شانۍ دوو تنو ګډونوالو وویل ،چې غواړي په نوي کال کې نیالګي ولګوي ،ددوی په خبره دا ډول محفلونه دخوښیو او خوشالیو ډک وي:((زما نوم ولس خان دی دتڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی یم ،موږ غواړو پدې ځای کې دنوي کال په مناسبت نیالګي او بوټي ولګوو ،دې ته خلک خوشالیږي او وطن پرې ښایسته مالومیږي.)) ددې تر څنګ نورستان ځاځي هم په خپلو خبرو کې خلکو ته دنیالګیو دکینولو او دنیالګیو دساتنې وړاندیز کوي او زیاتوي ،چې خلک باید دځان او وطن په خاطر نیالګي کینوي ،بله داچې باید ټول ماشومان تعلیم ته مخه کړي ،تعلیم کې ډیرې فایدې دي.

کتونکي وايي ،چې نور کلونه به دافغانستان په کچه دنوي کال دلمانځنو په مراسمو کې دحکومت ونډه ډیره وه ،خوبرعکس سږ دنوي کال د دودیز جشن په تجلیل کې دخلکو او ټولنیزو بنسټونو ونډه فعاله مالومیږي.
XS
SM
MD
LG