د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال مشرف د یکشنبې (اتوار) پر ورځ پاکستان ته ځي



اسلام اباد - د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف سبا پاکستان ته د راتګ اعلان کړی دی.

د نوموړي مدافع وکيل وايي، مشرف به د یکشنبې یا اتوار پر ورځ کراچۍ ته ځي او د مې په مياشت کې به په انتخاباتو کې برخه اخلي.


وکيل زياتوي، مشرف ته په ګڼو قانوني کېسونو کې د خونديتوب ضمانت ورکړل شوی دی.

له ۲۰۰۸ز کال راهيسې چې مشرف له خپلې، زيات وخت په دوبۍ او لندن کې ژوند کوي.

جنرال مشرف په ۲۰۰۶ز کال کې د بلوڅ قومي مشر نواب اکبر خان بګټي، په ۲۰۰۷ز کال کې د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمي بې نظير بهټو د وژنو او په ۲۰۰۷ز کال کې د ججانو (قاضیانو) له دندې له کولو له پاره مطلوب ګرځول شوی دی.

په پاکستان کې ځينو وکيلانو ويلي چې د مشرف په ضد به مقدمه درج کوي.

جنرال پروېز مشرف د ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه په پاکستان کې کودتا وکړه او د هغه وخت وزیر اعظم میا نواز شریف حکومت یې ړنګ کړ.

تر دې وروسته جنرال مشرف د پاکستان انتظامي یا اجراییوي مشر او بیا د ولسمشر په توګه دنده درلوده.

ده پر امریکا د سېپټېمبر ۱۱مې تر بریدونو وروسته، له نړیوال اېتلاف سره پر افغانستان د حملې له پاره د مرستې او همکارۍ اعلان وکړ خو د مشرف د هغه وخت کړنې زیاتره وخت په رسنیو کې تر پوښتنو لاندې راځي او ویل کېږي چې په اخلاص یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پر مخ نه بیوله.

پر ده تور دی چې په شمالي وزیرستان کې او نورو قبایلي سیمو کې یې د القاعده او نورو بهرنیو وسله والو له پاره پټنځایونه برابر کړل او په دوه مخۍ یې د افغانستان په جګړه یې رول لوباوه.

جنرال مشرف په خپل کتاب کې له دې توره انکار کوي.

نوموړی دا مهال د آل پاکستان مسلم لیګ په نوم ګوند مشر دی.
XS
SM
MD
LG