د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ټول ټاکنو مهالوېش خپور شو


اسلام اباد - د پاکستان الېکشن کمېشن د راتلونکو انتخاباتو له پاره د شېډول اعلان کړی دی چې له مخې يې اميدوارانو (نوماندانو) ته د انتخابي کیمپېن له پاره د ۲۱ ورځو وخت ورکړل شوی دی.


د پاکستان دولتي راډیو له یو رپورټ سره سم، په انتخاباتو کې د برخه اخیستو له پاره د نوم ورکولو کاغذات د مارچ پر ۲۴مه، ۲۵مه او ۲۶مه نېټه جمع کېدای شي او د دې کتنه به له ۳۰م مارچ څخه د اپرېل تر پینځمې کېږي.

د الېکشن کمېشن د شېډول تر مخې، د اميدوارانو پر ضد اعتراضات د اپرېل له شپږمې د اپرېل تر نهمې پورې جمع کېدای شي.

تر دې وروسته به د نوماندانو وروستی نوملړ، د اپرېل پر ۱۸مې خپور کړل شي او دوی ته به ۲۱ ورځې وخت وکړل شي چې خپل انتخابي کیمپېن وچلوي.

دا ډول به د قومي او صوبايي اسمبليانو له پاره انتخابات د مې پر ۱۱مه نېټه تر سره شي.
XS
SM
MD
LG