د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د لنډ مهالي وزیر اعظم په نوم سلا و نه شوه


اسلام اباد - د پاکستان پارلېماني کمېټۍ د نګران وزيراعظم پر نامه متفقه نه شوه او اوس به الېکشن کمېشن د نګران وزيراعظم ټاکنه کوي.


په پاکستان کې د نګران وزيراعظم د ټاکنې له پاره پارلېماني کمېټۍ د درو ورځو تر سلا مشورو وروسته هم متفقه پرېکړې ته نه ورسېده.

اوس به د نګران وزيراعظم حتمي پرېکړه د هيواد انتخاباتي کمېشن کوي.

دا اعلان د جمعې په شپه د پارلېماني کمېټۍ غړو په اسلام آباد کې تر هغې وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال وکړ کله چې د دوی تر منځ وروستۍ غونډه هم بې نتيجې پای ته ورسېده.

د حکومت له خوا د نګران وزيراعظم له پاره د ډاکتر عشرت حسېن او جسټس رېټايرډ مير هزار خان کوسو او د اپوزيشن له خوا د جسټس رېټايرډ ناصر اسلم زاهد او رسول بخش پليجو نومونه وړاندي کړل شوي ول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن به له پورتنیو څلورو نومونو یو کس د دې هیواد د لنډ مهالي وزیر اعظم په توګه ټاکي.

لنډ مهالی وزیر اعظم به د ایین یا اساسي قانون تر مخې په درو میاشتو کې انتخابات کوي او د نوې قامي اسمبلۍ او د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته به یې دنده پای ته رسي.

د بلوچستان لنډ مهالی اعلا وزیر


نواب غوث بخش باروزی د شنبې پر ورځ د بلوچستان د نګران اعلا وزیر په توګه سوګند کوي.

د مشال راډيو خبريال د صوبايي چارواکو له خولې خبر ورکوي، د بلوچستان ګورنر ذوالفقار علي مګسي په کوټه کې له نوموړي سوګند یا قسم اخلي.

تر دې وړاندي د خېبر پښتونخوا له پاره جسټس رېټايرډ طارق پروېز او د سېند له پاره جسټس رياټرډ قربان علوي د لنډ مهاله اعلا وزیرانو په توګه سوګند کړی او خپل کارونه يې پيل کړي دي.

د پنجاب د عبوري اعلا وزیر پر نامه لا تر دې دمه د صوبايي حکومت او اپوزيشن تر منځ اتفاق نه دی شوی.
XS
SM
MD
LG