د لاسرسي ځای

د افغانستان او پاکستان اړيکې پر کوم لور رواني دي؟



د پاکستان د انګريزي ژبې ورځپاڼه ډان په خپل راپور کې ليکي، د افغانستان د استخباراتي ادارې ځای ناستي مشر حسام الدين حسام د تېر کال د ډسمبر په مياشت کې تر هغه وروسته د پاکستان پټه دوره وکړه کله چې د يادي ادارې پر مشر اسدالله خالد په کابل کې ځانمرګی بريد وشو.

افغان حکومت ادعا وکړه چې د حملې پلان په کوټه کې جوړ شوی و خو ولسمشر حامد کرزي بيا يوه بهرنۍ استخباراتي اداره تورنه کړه چې دا پلان يې ترتيب کړی و.

که څه هم د حسام الدين د دورې لومړی مقصد پر اسدالله خالد د حملې پلټنې کول و خو د دواړو هيوادونو تر منځ په پوځي او استخباراتي برخه کې د اړيکو ښه کول هم د نوموړي د دورې هدف و.

ورځپاڼه ليکي، پاکستانی چارواکو د حملې په تړاو دوه افغانان هم نيولي وو. د سرچينو په وينا د افغانستان استخباراتي ادارې د پاکستان لخوا پر پلټنو او همکارۍ د ډاډ څرګندونه کړې وه. د ورځپاڼې په وينا، دغه مالومات د بندو دروازو تر شا د پاکستان د دفاع او بهرنيو چارو د وزارتونو لخوا په يوه مالوماتي غونډه کې د هيواد د سېنېټ د د فاعي چارو له کميټۍ سره شريک شوي وو.

د دې کمېټۍ غړي د مارچ پر ۲۵ مه نېټه د دواړو هيوادو تر منځ د دفاع په برخه کې د خبرو اترو لپاره افغانستان ته ځي.

د کمېټۍ مشر مشاهد حسېن سيد وايي، درې ورځنۍ پارليماني کتنه به د داوړو هيوادونو تر منځ اړيکې پراخې او پرمخ بوځي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د افغانستان د استخباراتي ادارې د ځای ناستي مشر تر سفر وروته د دې هيواد د دفاع وزير جنرل بسم الله محمدي هم د پاکستان دوره وکړه چې د دواړو هيوادونو تر منځ يې اړيکې پر نورې هم پراخې کړې.

نوموړي د خپلې دورې پر مهال پاکستان ته وړانديز وکړی چې د افغان ملي اردو په روزنه کې رول لوبولای شي.

ورځپاڼه زياتوي، د اړيکو د پراخوالې په برخه کې تېر کال د پاکستان حکومت د منځنۍ او لوړې درجې ۲۶ افغان طالب مشران چې له ډېره وخته په دې هيواد کې بنديان وو خوشي کړل، خو اوس بيا د څو مياشتو راهيسي دا لړۍ په ټپه ولاړه ده.

ورځپاڼه په پای کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياند له خلې ليکي چې، پاکستان اوس هم د افغان سولې او بيا پخلاينې په برخه کې د همکارۍ پر ژمنتيا ولاړ دی.
XS
SM
MD
LG