د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتنو ارزښتونه په منظمه توګه ختمول کېږي"



په ټوله نړۍ کې د جنګ و امن د دورې لپاره څه روايتي او څه لیکلي اقدار او قوانين وضع شوي دي، چې له مخه يې ډلې، هيوادونه او ټولنې خپلې خپلې مبارزې پر مخ بوځي، په دغو کې د ټولنې هغو وګړو ته استثنا حاصله وي ، چې د هرې یوې مبارزې برخه نه وي، لکه د بېلګې په توګه ، ماشومان، ښځې، ناروغان ، سپينږیري او هغه خلک چې نه هلې ځلې کوي او نه د یوې مبارزې سره مالي ، ځاني او اخلاقي مرستې کوي، نو هِغوی هدف نه شي جوړېدای خو له تيرو څو کلونو راهیسې په خيبر پښتونخوا ، قبایلي سيمو او افغانستان کې وسله والو په يک طرفه توګه دغه استثنا ختمه کړې، او هیڅوک يې د خپلو بريدنو نه مبرا نه دي ګرځولي .



په پیښور کې مې د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن د صوبايي مشر شیر محمد خان نه وپوښتل چې د دغو اقدارو او قوانينو نه د سرغړوني بنیادي وجه څه ده؟ دی وايي:

(( تر ټولو د اندېښنې وړ خبره هم دغه ده چې د هرې تنازعو جګړې او مناقشې څه اصول وي، په هغه کې څه خلک هدف وي او څه خلک برید ګر وي، او دغو دواړو فريقو ته په کار ده چې یو بل وپيژني ، او د اختلاف وجه هم مالومه وي، خو له بده مرغه موږ یوې داسې شخړې سره مخ يو چې په هغه کې ماشومان، ښځې ، ډاکټران ، وکېلان ، استاذان، مهاجيرين او قاضیان په نښه کېږی، او هغوی ته نه ده مالومه چې هغوی ولې په نښه کېږي.))

د روانې ناآمنۍ او د پښتنو په زمکه د اوږد جنګ دا مانا نه ده چې امن به چېري هم نه راځي، د هغه په وینا د هرې مبارزې او مفکورې یو فطري ژوند وي او هغه مرګ هم لري، د ده په خبره که څه هم د جنګ د مفکورې د مرګ نیټه نه ده مالومه خو امن ته د پښتنو او افغانانو د ډيرې ليوالتيا له وجې يوه ورځ به په دغو سیمو کې امن ضرور راځي.
د بشري حقونو لپاره کارکونکی شير محمد خان

په قبايلي سيمو کې هم د جنګ او د هرې یوې تنازعې او دښمنۍ خپل خپل اصول وو ، خو په دې ورستيو کې د راپورونو له مخه په دغو سیمو کې يو شمېر ښځې، ماشومان ، او سپينږ یري د روانې ناآمنۍ ښکار شوي دي، د خيبر قبايلي سيمې د کوکي خيلو قبيلې يو مشر عبدالرحيم کوکي خيل وايي، چې په قبايلو کې که چېری چا د خپل د سر د ښمن پر ښځو او یا ماشومانو تيری وکړ نو دا به هغه قبيلې لپاره د پيِغور خبره وه،

((په قبايلي سيمو کې په پيړيو پيړیو دښمنۍ شوې دي او اوس هم دي، خو په دغو دښمنیو کې به ښځې، ماشومان او سپینږ یري آزاد او مبرا وو ، هغوی به خپل ژوند په آرامه تيرولو او په دغه روايت به هر چا عمل کولو ،

دا چې ددغو اقدارو او قوانينو نه د سرغړوني وجه څه ده او هغه څوک دي چې دغه سرغړونی کوي، په پيښور کې مې د ټولنېزو چارو کارپوه پروفيسر خادم حسین مخی ته دغه پوښتنه کېښوده، نو په ځواب کې نوموړی وايي.

(( د پښتنو چې کوم اقدار ، دستور او ليد لار وه د هغې جرړې په ډېره منظمه توګه، چرته د نصاب تعليم په ذریعه ، چرته د مدرسو ، مېډيا او سياسي او مذهبي ګوندونو په واسطه ، او چرته د نړۍ والې سلفي جهادی مفکورې په ذریعه د ټولنې نه وشوکول شوې، او د هغې پر ځای د دغو اقدارو پر ضد نورې خبرې د پښتنو په ټولنه کې د ټومبلو هڅه وکړل شوي. ))

د بشري حقونو لپاره کارکونکې شير محمد خان وايي چې د روانې ناآمنۍ او د پښتنو په زمکه د اوږد جنګ دا مانا نه ده چې امن به چېري هم نه راځي، د هغه په وینا د هرې مبارزې او مفکورې یو فطري ژوند وي او هغه مرګ هم لري، د ده په خبره که څه هم د جنګ د مفکورې د مرګ نیټه نه ده مالومه خو امن ته د پښتنو او افغانانو د ډيرې ليوالتيا له وجې يوه ورځ به په دغو سیمو کې امن ضرور راځي.
XS
SM
MD
LG