د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین به په افغانستان کې تېل راباسي



په امریکا کې سټریټ ژورنال خپله یوه مقاله کې د افغانستان د معدنیاتو د وزیر وحیدالله شهراني له خولې لیکي د چین یوه لویه کمپني به ډېر زر په افغانستان کې د خام تیلو پیداوار شورو کړي چې په نتیجه کې به یې په راروانه لسیزه کې د دې هېواد اقتصاد ډېره وده وکړې.


وحیدالله شهرانی د تیرې چارشنبې په ورځ وال سټریټ ژورنال ته وېلي د ۲۰۲۴م کال پورې به خام تیل او نور معدنیات د افغانستان د مجموعي پیدوار ۴۵ % برخې ته ورسیږي. نوموړی زیاتوي د امریکا د زمکنۍ سروې ادارې ورته وېلي په افغانستان کې تقریباً د یو ټریلین ډالرو معدني وسایل موجود دي. وحیدالله شهراني د تیرو دریو کلونو راهیسې د دې هېواد معدنیاتو وزیر دی.

مقاله په آخر کې د وحیدالله شهراني په حواله لیکي د چین دغه کمپني یعنې چاینا نېشنل پټرولیم کارپورېشن به د روان کال تر آخرې د هیواد شمالي برخه کې دتیلو ددې کوهیانو نه دورځې خوا اوشا ۲۵۰۰۰ بیرله خام تیل وباسي، او دا پیداوار به د ۲۰۱۴م کال تر آخرې ۴۰۰۰۰ بیرله ته ورسیږي، چې د صفایي لپاره به د افغانستان په شمال کې پرتو ګاونډي هېوادونو ته لیږل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG