د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ۲۰۱۳ م کال ټولټاکنو ته کتنه



د امريکايي پرمختګ د مرکز په نامه څېړنيزه اداره ليکي، په تېره يوه لسيزه کې امريکا له پاکستان سره د نږدې همکارۍ، بې باوريتوب او آن نږدې د اړيکو د پرېکولو تر تجربو تېره شوه. په پاکستان کې د ۲۰۰۱م کال راهيسي امريکا خپله پاملرنه د ترهګرۍ پر ګواښ او هغو ځايي اورپکو ته پر غبرګون مرکوزه کړې ده چې امريکا، د پاکستان ګاونډيان او پاکستانی ولس ګواښي. که څه هم امريکا په افغانستان کې په پوځي برخه کې نوې پانګه اچونه کوي خو پاکستان به هم د امريکا د سياستوالو لخوا د ترهګرۍ په ضد د مبارزې د برخې سربېره يوه مهمه اندېښنه وي.


مقاله کې راغلي، پاکستان يو اېټمې وسله لرونکی هيواد دی او شا خوا ۱۹ کروړه آبادي لري چې په درو کې دوې برخې يې تر دېرش کلونو د کم عمر دي. د دې هيواد د سياسي راتلونکې لپاره ضروري ده چې د هيواد په داخلي سياسي پروسه او د دې د امکاني بدلون په اړه ځان پوهه کړل شي.

مقاله زياتوي، په پاکستان کې د سياسي نظام د واک پر سر سيالي يوازي د هيواد د منتخب حکومت يا سياسي مشرانو تر منځ نه ده بلکې د چيف جسټس افتخار محمد چودري تر مشرۍ لاندې عدليه هم رامخ ته شوې چې د هيواد د بېلا بيلو ادارو کنټرول په لاس کې واخلي او ځان خپلواکه ثابت کړي. دا ډول پاکستاني رسنيو هم خپل رول پراخ کړی دی. مقاله زياتوي، د دې سربېره د پاکستان طاقتور پوځ د هيواد د زياترو امنيتي او اقتصادي اثاثو د کنټرول په وجه اوس هم تر ټولو زيات طاقتور ګڼل کيږي خو د جنرل اشفاق پروېز کياني په مشرۍ کې پوځ هم اړ ايستل شو چې له ولسي، عدالتي، او بهرنيو مشرانو سره متوازن اړيکې وساتي او آن عدالت ته ور وبلل شو.

مقاله پرمخ ليکي، د پاکستان پيپلز پارټۍ په مشرۍ کې ايتلافي حکومت د پارليماني مودې د پوره کېدو اعلان کړی دی او اوس به نګران حکومت ټاکل کيږي چې د روان کال د مې پر ۱۱مه نېټه انتخابات تر سره کړي.

مقاله په پای کې ليکي، په داسي حال کې چې په پاکستان کې د انتخاباتو تر راتګ وړاندې د دغه هيواد سياسي نظام پېچلی ښکاري، امريکا بيا هم امنيتي، اقتصادي او سفارتي اندېښنو ته په کتو سره خپله دلچسپي برقراره ساتلې ده.
XS
SM
MD
LG