د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبه وروره بهرنی ټوپک دې له اوږې راکوز کړه"


جمهور رییس حامد کرزي د نورزو د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځلي بیا پر وسلوالو طالبانو غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته غاړه کیږدي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ ویلي، چې سږ کال به د افغانستان ملي ځواکونه په ټول هېواد کې د پوځي عملیاتو رهبري پر غاړه واخلي.

د امریکا سفیر په خپل پيغام کې له افغانستان سره د خپل هېواد په اوږدمهالو همکاریو ټینګار کړی دی.

جمهور رییس حامد کرزي د نوروز په مناسبت خلکو ته د مبارکۍ په پیغام کې یو ځلي بیا طالبانو ته د ورور په ویلو سره هغوي ته د سولې وړاندیز کړی دی.

جمهور رییس په خپلې راډیویي وینا کې چې د نوروز په مناسبت یې کړې ده په دې اړه ویلي:

"په هغو طالبانو چې افغانان دي، مسلمانان دي، د دې خاورې دي او ځانونه د دې خاورې بولي، بیا هم د ورور په نوم ورته وینا کوم، چې اې وروره دا بهرنی ټوپک چې د بهرنیانو د ګټې لپاره ده، له خپلې اوږې راکوز کړه، بیا خپلې ګرانې خاورې او ګران کور ته راشي او له خپل هیوادوال سره لاس یو کړه او د دې خاورې د پرمختګ لپاره او د اسلام او افغانیت د پياوړي کیدو لپاره له دې خاورې سره یو ځای شه."

ښاغلي کرزی په خپلې وینا کې همدا راز له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

هغه همدا راز له هغوي څخه غوښتي، چې پر افغان ځواکونو حملې بندې کړي.

نوموړي په خپل پیغام کې پر افغان عسکر، پولیس او د ملي امنیت پر کارکوونکي حمله د افغانستان پر پیاوړتیا حمله بللې ده.

نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې افغان چارواکي وايي تیر لمریز کال د افغانستان د ملي اردو په تلفاتو کې شاوخوا څلویښت فیصده او د پولیسو په مرګ ژوبله کې پنځلس فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په دې کال کې د ملي اردو یولس سوه دوه اتیا سرتیري او اتلس سوه پولیس وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ د نوروز په مناسبت د مبارکې په پیغام کې ویلي چې سږکال به افغان ځواکونه د ټولو عملیاتو رهبري پرغاړه اخلي.

ډنفورډ په خپل پیغام کې د یوه سوکاله، خوندي او سوله ییزافغانستان هیله ښودلې.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم د نوروز په مناسبت په خپل پيغام کې له افغانستان سره د خپل هیواد په اودمهالو مرستو ټینګار کړی دی.

کننګهم ویلي چې امریکا به راتلونکې کلونه له افغانستان سره واوسي.

د نوموړي په پیغام کې راغلي چې په نوي کال کې به امریکا د یوې روښانې راتلونکې لپاره له افغانانو سره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړې استازي او د اروپا د پلاوي مشر یوګاداس یوشاکاس هم د نورز په مناسبت د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلي او د یوه سوکاله افغانستان هیله یې کړې.
XS
SM
MD
LG