د لاسرسي ځای

جمهوریت (د جمهوریت تاریخ)


په پاکستان کې د یوې جلسې منظر

په پاکستان کې د یوې جلسې منظر



په نننۍ خپرونه کې د جمهوریت په تاریخ غږېږو. ډیموکراسي څومره تاریخ لري؟ له وخت سره، سره د حکومتدارۍ په جمهوري نظامونو کې څومره پرمختګ شوی دی او څومره بدلونونه راغلي دي؟ همدا راز، په افغانستان او پاکستان کې د جمهوریت وضع څنګه ده؟

په تېره خپرونه کې مو د جمهوریت یا ډیموکراسۍ په مانا بحث کړی وو. په هغې خپرونه کې تاسې ته مالومه شوه چې د نړۍ په هیوادونو کې د واک او طاقت اصل سرچینه ولس وي. دا ولس چې په څه ډول وغواړي واک استعمالولای شي. د پوهانو په وینا، په حکومتي نظامونو کې د ولس د واک اصل او تر ټولو ښه استعمال له ډیموکراسۍ سره کېدای شي.

۲۰۰۰ کاله تاریخ


نو په نننۍ خپرونه کې لومړۍ پوښتنه دا ده چې ولس د خپل واک استعمال له کوم وخت راهیسې پیل کړی دی؟ یا په بله مانا ډیموکراسي څومره زوړ تاریخ لري؟

د سیاسي علومو بېلا بېل کتابونه ډیموکراسي په بېلا بېلو پخوانیو تهذیبونو کې په بېلا بېلو اشکالو یا بڼو بیانوي. په دې اشکالو کې یو د یوناني ډیموکراسۍ دی چې شا و خوا ۲۰۰۰ یا دوه نیم زره کاله تاریخ لري.

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي یونس فکور مشال راډیو ته وویل، پخوا به په یونان کې ټول ولس یو ځای ته غونډ شو او د خپل ژوند په اړه به یې بحثونه کول.

پوره خپرونه دلته واورئ




یونس فکور وايي، په نړۍ کې قبیلوي، شاهي او نیم شاهي نظامونه پاتې شوي دي خو اوسنۍ ډيموکراسي ډېره پراخه مانا لري.

جمهوري نظام د فرانسې تر انقلاب وروسته


په کابل کې د تره کي فاونډېشن چې د ډیموکراټیکو ارزښتونو پرمختګ له پاره کار کوي، مشر او سیاسي چارو پوه یار محمد تره کی وايي، که څه هم ډیموکراسي ډېر پخوانی نظام دی او له یونان سره تړلی دی خو اصلاً لومړی جمهوري حکومتي نظام د فرانسې تر انقلاب وروسته عملي شو.

یار محمد تره کی وايي، د جمهوري نظام یوه بله تاریخچه له امریکا سره تړلې ده چې هلته خلکو غوښتل اروپايي ډوله نظام و نه لري او خپل یو نظام جوړ کړي.

یونس فکور د پښتنو او افغانانو د ټولنې تاریخ ته په کتو وايي چې دلته پخواني حکومتي نظامونه عملي ول. دا حکومتي طریقه زیاتره قبیلوي وه.

د فکور په خبره، پخوا په افغاني ټولنه کې داسې پرمختګ شوی وو چې امیر او خلیفه انتخابېدل.

له یار محمد تره کي مې پوښتنه وکړه چې ډیموکراسي ولې په نړۍ کې د حکومت تر ټولو ښه نظام ګڼل کېږي؟ او ولې دا نظام د افغانستان، پاکستان او نړۍ ځینو نورو مخ پر ودې هیوادونو ولس ژوند ته په پوره ډول نه دی ورننوتی؟

ما واک په خپلو لاسونو کې اخیستی دی. او زه به د دې اجازه نه ورکوم چې [د پاکستان خلک] یو ځل بیا تش په نوم د ډیموکراسۍ یوه دور ته واستول شي.

دی وايي، په هغو ټولنو کې چې د لیک لوست کچ په کې ټیټ وي، هلته جمهوري نظام ښه نتیجې نه لري.

یونس فکور وايي، د پښتنو ټولنه زیاتره قبیلوي پاتې شوې ده نو ځکه د ولسواکۍ نظام چې د ټول ولس په شراکت جوړېږي، دومره پرمختګ نه دی کړی.

یار محمد تره کی وايي، په نړۍ کې جمهوري نظامونه بېلا بېلې بڼې لري.

دی وايي، د ټولو ډیموکراټیکو حکومتونو موخه د ولس له پاره کار کول وي، خو په ځینو ټولنو کې بیا دا نظام سم کار نه کوي.

یونس فکور وايي، ډیموکراسي اصلاً د قانون سر لوړي ده، په دې کې یوازې او یوازې اصول او قوانین وي او هغه قوانین پیاوړي وي.

د فکور په خبره، یوازې په سیاست کې نه، بلکې په اقتصاد او ټولنیزو روابطو کې هم د اصولو سرلوړي، د قانون حاکمیت د جمهوریت خاصیت دی.

که په تېرو لسو کالونو کې د افغانستان نوي ډیموکراټیک نظام ته ولیدل شي نو دې نظام څومره پرمختګ کړی دی او ایا مېوه یې ولس ته رسېدلې او که نه؟

زیاتره شنونکي وايي، په افغانستان کې د امنیت ستونزه د جمهوري نظام په عملي کولو کې تر ټولو لوی خنډ دی.

د پاکستان پوځي کودتا ګانې


همدا راز، د پاکستان د ډیموکراټیک سفر په ترځ کې شنونکي د دې هیواد پوځي کودتاګانې تر ټولو لویه مسله بولي.

په پاکستان کې له ۱۹۵۸ز کال راهیسې په بیا بیا پوځي جنرالانو جمهوري منتخب حکومتونه ړنګ کړي او پوځي قانون یې عملي کړی دی.

په دې ترځ کې یوه پوځي کودتا په ۱۹۷۷ز کال کې وشوه چې جنرال ضیاالحق د ذوالفقار علي بوټو حکومت ړنګ کړ.

د خپلې وینا پر وخت جنرال ضیاالحق وویل:

((د ښاغلي بوټو حکومت پای ته رسېدلی دی. په ټول هیواد کې پوځي قانون یا مارشل لا عملي کړل شوې ده. قامي او صوبايي اسمبلیانې یا پارلېمانونه ړنګ کړل شوي دي. صوبايي ګورنران او وزیران [له دندو] ګوښه کړل شوي دي. ایین نه دی منسوخ کړل شوی خو پر ځینو برخو به یې عمل نه کېږي.))

ضیاالحق تر ۱۹۸۸ز کاله واکمن وو او چې د الوتکې په یوه پېښه کې ووژل شو نو واکمني یې هم پای ته ورسېده.

تر دې وروسته د پاکستان پوځ پخواني مشر جنرال پروېز په ۱۹۹۹ز کال کې د میا نوازشریف حکومت ړنګ کړ او په خپله وینا کې یې وویل:

((ما واک په خپلو لاسونو کې اخیستی دی. او زه به د دې اجازه نه ورکوم چې [د پاکستان خلک] یو ځل بیا تش په نوم د ډیموکراسۍ یوه دور ته واستول شي.))

په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلېمان غړې، او پښتنې ملتپالې سیاستوالې بشرا ګوهر مشال راډیو ته وویل، د پرلپسې پوځي واکمنیو له کبله په پاکستان کې کله پارلېماني او کله صدارتي جمهوریت راغلی دی او دې عمل جمهوري نظام پرمختګ او ودې ته نه دی پریښی.

له یار محمد تره کي مې پوښتنه وکړه چې د افغانستان په نوې ډیموکراسۍ کې له امنیته علاوه، کومې نیمګړتیاوې ګوري؟

دی وايي، په افغانستان کې خلک په پوره ډول په سیاسي نظام کې نه دي ورګډ.

اورېدونکو تاسې په خپرونه کې واورېدل چې جمهوریت له زرګونو کالونو راهیسې د یوه ښه حکومتي نظام په توګه پرمختګ او وده کړې ده. تاسې د کار پوهانو له خولې واورېدل چې ولې په افغانستان و پاکستان کې ډیموکراسي په سم ډول نه ده عملي شوې.

له همدې سره نننۍ خپرونه پای ته رسي. که د جمهوریت په اړه پوښتنې لرئ نو د مشال راډیو فېسبوک او ټوېټر پاڼو ته ورشئ او هلته را ته پوښتنې پرېږدئ.

تر بلې اوونۍ مو په مخه ښه.

جمهوریت خپرونه د هرې پنجشنببې او جمعې پر ورځ اورېدای شئ.

د خپرونې په اړه که پوښتنې لرئ نو د تبصرو په ځای یا د مشال راډیو فېسبوک پر پاڼه یې راته پرېږدئ.
XS
SM
MD
LG