د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر باراک اوباما رمالا ته ولاړ




د امریکا ولسمشر بارک اوباما لویدیځې غاړې ته رسیدلی. نوموړی چې له اسراییله په هیلي کاپټر کې رمالا ته و درسېدلو د فلسطین له مشر محمود عباس او نورو فلسطیني چارواکو سره به خبرې اترې کوي.

شننونکي وايي ، فلسطینیان تور لګوي، چې ولسمشر اوباما اسرایل په هغه سیمه کې د کورونو له جوړولو منع کولو لپاره پوره کار نه کوي چې د فلسطینیانو په هیله یو ورځ به د دوی د ریاست برخه وي.

ولسمشر اوباما به په رمالا کې له خبرو اترو وروسته بیرته بیت المقدس ته ستون شي او هلته به اسراييلي زده کوونکو ته یوه مهمه وینا وکړي.

د چارشنبې په ورځ د امریکايي ولسمشر باراک اوباما او د اسرایل وزیراعظم ( بین یامین نتنیاهو ) د خبرو زیاته پاملرنه ، دې سیمې ته ورپېښې اندېښنو ، د ایران ایټمي پروګرام او د ګاونډي هیواد شام پر شخړه راټوله وه.

ولسمشر اوباما ژمنه کړې ده چې د ایران د ایټمي وسلې د جوړولو د مخنیوي لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته کړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG