د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د القاعده یو سعودي وګړی په بریدونو ګرم کړ




په سعودي عرب کې پیدا شوی یو کس د القاعده د یو غړي په توګه په نایجیریا کې په امریکايي سفارتکارانو او په افغانستان کې په امریکايي سرتېرو د بریدونو د سازش جوړولو په تور په امریکا کې تورن او ګرم وګرځول شو.


د ابراهیم سلیمان عدنان آدم هارون پر ضد عدالتي پرېکړه د شورو پر ورځ د نیو یارک ښار په یو فیډرل کورټ کې و شوه.

د پرېکړې له مخې هارون په 2002م او 2003م کال کې په افغانستان کې وو او هلته یې د امریکايي سرتېرو د وژلو کوشش کړی وو.

له هغې وروسته بیا د نورو کسانو تر څنګ هغه نایجېریا ته ولاړ
او هلته یې د امریکایي سفارتي ودانۍ په بمونو د الوځولو پلان جوړ کړی وو.

هغه په 2005م کې په افریقا کې ګرفتار شو او تېر کال نیو یارک ته منتقل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG