د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د چیک تري تم نجونو هېڅ درک نشته


د چيک جمهوريت هانا همپالووا او انتوني خراستیڅکا دواړه په بلوچستان کې تېښتول شوې دي
د چيک جمهوريت هانا همپالووا او انتوني خراستیڅکا دواړه په بلوچستان کې تېښتول شوې دي


د بلوچستان په نوکنډي سیمه کې يوه اوونۍ وړاندې د تښتول شویو چیک جمهوریت د دوو سیلانيو نجونو لا هم هېڅ درک نشته. خو امنيتي چارواکي وايي؛ په نوکنډي کې يې د پلټنې عملیات روان دي، او تر هغو به دوام ولري چې هغوی یې راخوشې کړې نه وي.


شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان په نوکنډي سیمه کې دوې چيکۍ سېلانیانې نجونه هغه مهال د وسلې په زور وتښتول شوې، چې له ایرانه د تفتان پر لاره کوټې ته روانې وې. تر اوونۍ زیات وخت يې وشو، خو نه هم امنيتي چارواکي په دې کې بریالي شوې، چې دا دوې تښتول شوې نجونه راخوشې کړي، او نه هم کومې وسله والې ډلې د هغوی د تښتولو مسوولیت منلی دی. په سیمه کې موجود د کوټې کمشنرقمبر دشتی وايي؛ د پلټنې عملیات يې روا ن دي، خو تر اوسه يې لاهم هېڅ درک نشته؛.

؛ زموږ عملیات لاهم روان دي، لاکن هېڅ نتیجه راوتلې نه ده. تراوسه پورې يې دا درک هم نشته، چې څوک په دې کې ککړ دي، ځکه چې تر کومه پورې دوي د تښتولو مسوولیت منلی نه وي، او لا هم کومه غوښتنه وکړي،نو بیا موږ ته اندازه لګېدلای شي، چې څوک په دې کې لاس لري؛.

د چاغي سیمې ډپټي کمشنر عبدالقدوس مینګل چې په مشرۍ يې د پلټنې عملیات روان دي، د زیارت یا پنجشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل؛ په سیمه کې له قبایلي مشرانو سره سره له علماءو سره هم خبرې اترې شوې دي؛.

؛ زموږ هره ورځ د سیمې له مشرانو سره او علماو سره ملاقاتونه کېږي، په مخکې ورځو کې مو له تجارانو سره هم ملاقات کړی وو، او هغوی ټولو موږ ته باور راکړی دی، چې دوی خپله هم د دې نجونو په لټه کې دي، او نورو خلکو ته يې هم په دې اړه ویلي دي. او همداسې ملاقاتونه زموږ هره ورځ له بېلا بېلو طبقو سره کېږي؛.

د يادونې وړ ده چې د چيک جمهوريت دوې نجونه هانا همپالووا او انتوني خراستیڅکا له ایرانه د کوټې پر لاره هیند ته روانې وې، چې د بلوچستان په بلوڅ مېشته نوکنډي سیمه کې د روانې میاشتې پر دیارلسمه نېټه وتښتول شوې. هانا همپالووا او انتوني خراستیڅکا لومړنۍ بهرنۍ نه دي، چې په بلوچستان صوبه کې د وسله والو له لورې تښتول کېږي، بلکې تردې وړاندې هم د دې صوبې له بېلابېلو سیمو څخه بهرني وګړي د وسلې په زور تښتول شوي دي، چې په کې د سویس يوه جوړه په ۲۰۱۱ عیسوي کال کې له لورالايي سیمې څخه تښتول شوې وه، چې وروسته يې د تښتولو مسوولیت پاکستاني طالبانو قبول کړ، او د تاوان تر ورکولو وروسته يې یاده جوړه خوشې کړه.
XS
SM
MD
LG