د لاسرسي ځای

تازه خبر

''وسله وال د پښتنو ټولنه پرمختګ ته نه پرېږدي''



د پنجشنبې پر ورځ د جلوزو په کډوالو کیمپ کې بمي چاودنې یو شمېر کسان ووژل چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


بل پلو په هېلمند ولایت کې هم په یوه حمله کې ماشومان په نښه کړل شول.

پوښتنه دا ده چې په روانه جګړه یا نا آرامۍ کې ماشومان او ښځې ولې په نښه کېږي؟

د مشال راډیو خبریال مجید بابر په پېښور کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خیبر پښتونخوا له مشر شېر محمد خان سره خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، دا د ډېر خپګان خبره ده چې وسله وال ماشومان او ښځې وژني. د ده په خبره، دا وسله وال غواړي د پښتنو ټولنه وروسته پاتې وساتي او د پرمختګ لارې یې وتړي نو ځکه ښوونځي ورانوي او حملې کوي.

له شېر محمد خان سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG