د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلوزو کیمپ کې چاودنه، ۱۲ وژل شوي


د پنجشنبې پر ورځ، د خیبر پښتونخوا د نوښار په جلوزو کېمپ کې چاودنه شوې چې په کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د پبو پولیسو تاڼې مشر بهروز خان تر پېښې وروسته مشال راډیو ته ویلي چې وژل شوي ټول کسان کډوال دي.

د ده په خبره، چوونکي توکي په یوه سوزوکي موټر کې ايښودل شوي ول.

بهروز خان وايي، کله چې چاودنه کېده نو د یوې نا حکومتي ادارې ګاډی هم له دې سوزوکي ګاډي سره تېرېده او د پېښې ښکار شو.

د پولیسو په خبره، په دې پېښه کې د هغې این جي او په ګاډي کې ناستې ښځې او ډرېور ژوبل شول.

پولیس زیاتوي، په دې پېښه کې شا و خوا ۳۰ کسان ژوبل شوي دي چې روغتون ته رسول شوي.

د جلوزو د کډوالو په کیمپ کې زیاتره کډوال د قبایلي سیمې خیبر دي البته په کې د باجوړ او مومندو ځینې کډوالې کورنۍ هم مېشتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG