د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی د نوروز جشن لپاره ترکمانستان ته ولاړ


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون لپاره نن ترکمنستان ته روان شو.


د جمهوری ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر کرزی او ورسره پلاوی به په عشق آباد کې د ترکمنستان،تاجکستان او ازبکستان له جمهورو رییسانو سره هم وګوري.

د نوروز د نړیوال جشن مراسم تیرکال په تاجکستان او وړم کال په ایران کې جوړشوي وو چې ولسمشرکرزي هم پکې برخه اخیستې وه، دا مراسم سږ کال د ترکمنستان په پایتخت عشق آباد کې ترسره کیږي چې د یوشمیر هیوادونو ولسمشران به هم پکې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG