د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایي ځواکونه له میدان وردګه وځي


د افغانستان جمهوري ریاست وایې، چې ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د ناټو او امریکایې ځواکونو عمومي قومندان له میدان وردګو څخه د ځانګړو امریکایې ځواکونو پر وتلو موافقه وکړه.


د جمهوري ریاست یوه ویاند فایق واحدی مشال راډیو ته وویل چې، نن چارشنبه د ولسمشر حامد کرزي او جنرال جوزف ډانفورډ ترمنځ په غونډه کې پر دې موافقه وشوه چې له میدان وردګو له نرخ ولسوالۍ څخه د امریکایې ځانګړی ځواکونو وتل پیل کړي.

په ورته وخت کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا موافقه تایید کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې دا موافقه نن چارشنبه په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ په لیدنه کې وشوه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، چې ځانګړي امریکایي ځواکونه یوازې د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې میشت دي.
XS
SM
MD
LG