د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پر انتخاباتو د ملګروملتو اندېښنه




امریکا او ملګرو ملتو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو لپاره د دغه هیواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو سم ترسره کیدل مهم وبلل.


ملګرو ملتو او امریکا د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په برخه کې په داسې وخت کې خبرداری ورکړی چې د ولسمشر کرزي او امریکا تر منځ اړیکي تر بل هر وخت خړ پړ ښکارې او ناټو ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.

په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس د سه شنبې په ورځ وویل، په دوه زره څوارلسم کال کې د اطمینان وړ او پراخ انتخابات له افغانستان سره د نړیوالې مرستې د دوام او امنیت لپاره مهم دي.

میرمن راییس د افغانستان د روانو امنیتي هڅو په اړه وویل:

« امنیت لاهم اصلي مساله ده. د افغانستان ملي ځواکونه اوس د افغانستان د نوي فیصده خلکو د امنیت مسوولیت لري. د امنیتي مسوولیت د څلورمې مرحلې له اعلان سره به د افغانستان په شمال او مرکز کې ډیر ژر د دوه پنځوس ولسوالیو امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.

لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره میاشت اعلان وکړ، تر راتلونکې فبروري میاشتې پورې به تر څلوردیرش زره ډیر امریکایي پوځیان بیرته له افغانستانه امریکا ته ستانه شي. موږ هیله لرو چې د انتقال پنځمه او وروستۍ مرحله په پسرلي کې اعلان شي چې د هغې له مخې د ټول افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونه په غاړه واخلي»

سوزان راییس د ملګرو ملتو امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې د افغانستان پر انتخاباتو ډیر ټینګار وکړ، دې وویل چې د دې انتخاباتو نتیجې به هغه وخت د منلو وي چې د افغانستان خلک هغه ومني. د میرمن راییس په باور دا مهمه ده چې مسلکي او تجربه کاره خلک د افغانستان په انتخاباتي موسسو کې وټاکل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون اعلان کړی دی چې د دوه زره څوارلسم کال په اپریل کې به د ولسمشرۍ انتخابات وشي خو دغه کمیسون روانه اونۍ له ولسې جرګې وغوښتل چې ژر تر ژره د انتخاباتو د قانون طرحه تصویب کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په وینا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه د وږي په ۲۵ پیلیږي او د تلې تر ۱۴ پورې به دوام وکړي. ولسمشر کرزي بیا بیا ویلې دي چې ځان بیا نه کاندیدوي. خو له دې سره سره لویدیځ دیپلوماتان په دې انتخاباتو کې درغلیو ته اندیښنه لري.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون هم وویل چې د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو پراخه ونډه او اعتماد د دغه هیواد د راتلونکي مشرۍ د منلو لپاره مهم دي.

استرالیا چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا او افغانستان تر منځ اړیکي همغږه کوي او په افغانستان کې پوځیان لري، د بهرنیو چارو وزیر یې باب کر وویل، افغانستان ته باید ښکاره پیغام ورکړل شي چې په راتلونکې به یې یوازې څوک پرې نه ږدي خو د همدې لپاره د افغانستان د انتخاباتو سم ترسره کیدل خوار مهم دي.

باب کر زیاته کړه چې د انتخاباتو د وخت له رانژدې کیدو سره د افغانستان حکومت ته په کار دي چې د انتخاباتو لپاره یوه سیستم جوړ کړي او داسې پراخ انتخابات ترسره کړي چې خلکو ته د منلو وړ وي.
XS
SM
MD
LG