د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې یوسفزۍ مبارزه تر هنده وغځېدله




کرسچن ساینس مونیټر په پاکستان کې د تعلیمي ستونزو په اړه مقاله خپره کړېده. د مقالې په یوه برخه کې راغلي دي چې پر ملاله یوسفزۍ برید نه یوازې په نړیواله توګه د نجونو د تعلیم په اړه ږغ راپورته کړ بلکې د دې دوو نجونو ژوند یې هم بدل کړ.


کرسچن ساینس مونیټر د مقالې په پیل کې لیکي ، تېره میاشت د هند په نوي ډیلي کې د سکول نجونو د ملالې یوسفزۍ د څهرې عکسونه پر مخونو لګول ول ، او غوښتنه یې کوله چې د هندي ماشومانو لپاره د تعلیم او صحت لا ډېر کړل شي.

ورځپاڼه لیکي ، چې کله وسله والو طالبانو د تېر کال په اکتوبر کې د نجونو د تعلیم پر غوښتونکې ملاله یوسفزۍ مرګونی برید وکړ نو هغه نه یوازې په پاکستان او نړۍ کې یوه چیغه راپورته کړه بلکې د هغو دوو نجونو ژوند یې هم بدل کړ چې له ملالې یوسفزۍ سره د طالبانو په برید کې ټپي شوې وې.

کرسچن ساینس مونیټر زیاتوي، له ملالې یوسفزۍ سره یو ځای تر ټپي کېدو یو کال وروسته هم دا نجونونه د ملالې د ملګرو په توګه د شهرت له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

ورځپاڼه لیکي ، شپاړس کلنه کاینات په ښي لاس او څوارلس کلنه شازیه رمضان بیا په کیڼ لاس او اوږه کې لګېدلې وه.

د ورځپاڼې په لیکنه ، په پاکستان کې دولس میلیونه داسې ماشومان دي چې سکولونو ته نه ځي، چې په درو کې یې دوې برخې نجونه دي.

ډېر خلک داسې فکر کوي چې په پاکستان کې د تعلیمي ستونزو سرچینه په کلتور کې د نجونو له تعلیم سره موجوده دښمني ده.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې په دې ملک کې شخصي یا پرایویټ سکولونو ډېر پراخ شوي دي. د تعلیم لپاره د کارکوونکي مشرف زیدي په وینا ، په ۱۹۷۰مه لسیزه کې په پاکستان کې یوازې یو فیصد سکولونه شخصي وو. او اوس درې برخې ماشومان په شخصي سکولونو کې سبق وايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG