رابعه اکرم مشال راډيو
اسلام آباد:- پېښور کې کارکونکې يو غير سرکارى اداره دوست فاؤنډيشن وايې چې د پيښور ښار په سړکونو اوسيدونکې تقريبا ۲۵ ماشومان له ايچ ايې وي ايډز متاثره شوې دي.
د یادې ادارې يوه چارواکي مظهر على مشال راډيو ته وويل:
،، اصل کې چې کوم ماشومان له کورونو تښتي او هغوی چې بيا په سړکونو ژوند کوي نو په شروع شروع کې د صمدبانډ نشه اوغلاګانې کوي، له ګېنګونو یا ډلو سره ملاؤ شي او بيا په ورو ورو په نشو روږدي شي. د ايچ ای وي لګېدو لوی سبب د نشې ستنې لګول او جنسي تعلق ساتل.،،
مظهرعلي وايي، په اېچ ای وي ککړ ماشومان اکثره، د پېښور حاجي کېمپ اډه، د خیبر بازار سینماګانې او د کارخانو مارکېټ له علاقو دي. دوی په دغه سیمه کې راټولېږي او نشې کوي.
د ايچ ايې وي ايډز یو ناروغ بخت اکرام چې دا وخت يې په دوست فاؤنډيشن کې علاج روان دی، مشال راډيو ته خپله کیسه کوي:
،، زه مستري یم د هفتې به مې دوه درې سوه روپۍ ګټلې، ما د تره زوی دواړو به نشي کولې، هم داسې په نشو راواوړيدمه ، له پلاره به مې هم غلاګانې کولې، کله به کار له لاړمه او کله به پټ شومه، بس نشي به مې کولې، زه اوس ډير سخت پښېمانه يمه او د دې ادارې ډيره مهرباني چې زما درملنه کوي،،
له ايچ ای وي ايډزه متاثره ماشومانو علاج څنګه کيږي، د دې پحقله د دغه ادارې ډاکټر نديم افريدي مشال راډيو ته وويل.
،، دا مرض لا علاجه ده ، علاج يې صرف دومره دې چې موږ د دوي علاج هغه وخت کوو چې دوي ته څۀ تکليف يا مسلې پيښې شي،نو د هغې لپاره اې ار ويز راځي نو هغه دوايانې ورته موږ استعمالوو، او بيا چې کوم مريض ته څه تکليف وي نو دهغې مطابق ورته علاج کوو،،
د خيبر پښتونخوا د ايډز مخنيوي پروګرام مشر ډاکټر راج ول وايي له دوی د داسې قسمه ماشومانو په اړه شميره نشته خو دا مني چې په داسي قسمه ماشومانو کې د ايچ ايې وي ايډز د خپريدو خطر موجود دې. او زیاتوي چې، د خيبر پښتونخوا د ايډز مخنيوي پروګرام په دې اړه کار کوي.
د دوست فاؤنډيشن ترمخه چې متاثره ماشومان او د هغوی کورنۍ په ټولنه کې د دې بيمارۍ په اړه مالومات نه لرلو له وجې نه غواړې چې د ماشومانو په ناروغۍ یې څوک خبر شي او کوښښ يې دا وي چې دا خبره پټه وساتي.