د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتهاپسنده جمهوريت


لیکوال او خبریال احمد رشید
لیکوال او خبریال احمد رشید


په نيويارکر مجله کې د احمد رشيد مقالي ته د ( پاکستان انتهاپسنده جمهوريت ) عنوان ور کړل شوی دی. ليکوال وايي، راروان پسر لۍ به ښايې په پاکستان کې د يو ګڼ ټوليزه جمهوريت لپاره يو نوی باب پرانیزي. د ده په وينا ددې هيواد په تاريخ کې به په لومړي ځل يو منتخیبه حکومت يو بل ټاکل شوي حکومت ته واک ورسپاري.


خو احمد رشيد بيا د پاکستان د امن و امان پوره تصوير ورکوي. په مقاله کې د شیيعه ګانو له وژنو واخلي بيا د کوټي هزارګانو، د کراچی د جګړو، په لاهور کې د عيسانو د کورونو د سوځولو او د اقليتونو پر ضد د توهين رسالت مقدمې، د بلوڅانو مزاحمت او د ورک کړل شوو بلوڅانو ذکر شوی دی.

د ليکوال په خبره ددې هرډول تشدد او خراب امن و امان په مينځ کې د پاکستان پارليمان مات کړل شوی خو لا تراوسه د انتخاباتو لپاره نيټه نه ده ټاکل شوي او د ده په خبره دا هم ګرانه ده، چې وويل شي، په داسي حال کې چې تشدد زيات دی نو څنګه د يو کمزوري رياستي کنټرول په موجودګي کې سپا او شفافه انتخابات تر سره کيدلی شي.

احمد رشيد پر مخ ليکي، نګران حکومت چې د انتخاباتو څار به کوي تر پخوانۍ انتظاميه به کمزوری وي او د انتهاپسندانو پر ضد د کاروايې کولو واک به هم نه لري. د ده په وينا ځيني خلک داسې فکر کوي چې د ټاکنو له رانږدې کيدو سره به ښايې تشدد نور هم زيات شي.

خو ليکوال احمد رشيد زياتوي، بايد د تشدد زیاتوالی د انتخاباتو د ناوخته کولو يا بيا ځنډولو پلمه و نه ګرځي داځکه له طالبانو سره د جګړې سربيره هم په افغانستان کې ټاکني ترسره شوې وې.

دی وړانديز کوي، بايد تر انتخاباتو وړاندې پوځ او حکومت د انتهاپسندانو پر ضد د کاروايي په لړ کې له يو بل سره په ګډه له نږدي کاروکړي.

دده په خبره پوليس چې مورال يې وار له مخه راغورځېدلی او د وسله والو ډلو مهم هدف دی، په يوازې سر دا کار نه شي کولی.

ليکوال زياتوي، په اوس وخت کې يوازي د ولسمشر آصف علي زرداري واکمن پيپلز ګوند نه بلکې د پاکستان مستقبل له خطر سره مخامخ دی. د احمد رشيد په وينا د تشدد او نه زغم تر فشار لاندې تر دې له مخه چې رياست جمهوريت پياوړی کړي خپله درياست د کنټرول بايللو خطره موجوده ده.
XS
SM
MD
LG