د لاسرسي ځای

تازه خبر

"عوامي نېشنل پارټۍ تل د امن خبره کوي"


سېنېټر زاهدخان د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند
سېنېټر زاهدخان د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند

خالد خان مشال راډيو

پېښور:- عوامي نېشنل پارټۍ د ناقانونه تحریک طالبان له خوا هغه دعوې ردکړې، چې ګنې د دوی حکومت د امن لپاره هېڅ قدمونه نه دي پورته کړي. د اې اېن پي مرکزي ویاند سېنېټر زاهد خان وايي، چې د دوی ګوند به نه یوازې د امن لپاره خپلې هڅې تیزوي بلکې په راتلونکو ټولټاکنو کې به پوره ونډه اخلي.


له مشال ریډیو سره په خبرو کې زاهد خان وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې د دوی د ګوند په حکومت کې له راتلو سره سم په سوات کې له وسله والو طالبانو سره د امن تړونونه وکړل. او بیا تیره میاشت په قبایلي سیمو کې د امن په خاطر ټول ګوندیزه غونډه راوبلله چې د یو قرار داد له مخې یې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره د جرګو او خبرو اترو له لارې روانه شخړه هواره کړي.

دی زیاتوي. (( قرار داد کې دا فیصله وشوه چې له دې پس به بیا مولانا فضل الرحمن غونډه کوي او کوم خلک چې په قبایلو کې دي، د هغوی لویه جرګه هم لګیا ده، او همدغه لویې جرګې ته به د خبرو اترو پر وړاندې بیولو لپاره واک وسپارو.))

د ګل په ورخ د تحریک طالبان پاکستان له خوا یوه ویډیو خپره شوه چې په کې له حکومت سره د خبرو اترو پروسه ځنډولو سره عوامي نېشنل پارټۍ، پاکستان پیپلز پارټۍ،او ایم کیو ایم ته یوځل بیا دهړکی ورکړل شوې، چې مشران او سیاسي غونډې به یې په نښه کوي.

د دې په ځواب کې سنیټر زاهد خان وویل، چې ځینې قوتونه د پښتنو په سیمه امن نه غواړي نو ځکه یو ځل بیا دغه شان بیانونه مخې ته راغلي دي:

((چونکې موږ د پښتنو خاوره بچ کول غواړو، هر لوري ته د پښتنو وینه بهېږي. او موږ خپل قام خوندي کول غواړو. هغه قوتونه چې نه غواړي، پښتانه دې یو مشر ولري. پښتانه دې خوشاله او پر امنه وي. د پښتنو راتلونکې نسل یې تعلیم ونه کړي، نو ظاهره خبره ده چې دوی ځکه دغه کارونه کوي، دوی غواړي چې عوامي نېشنل ګوند په ټول ټاکنو کې برخه وانه خلي.))

د یادونې ده چې د طالبانو دغه ویډیو پر داسې وخت راغله کله چې په مرکز او خیبر پښتونخوا کې د پيپلز پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند حکومتونه ختم شو او نګران حکومتونه په جوړېدو دي.
XS
SM
MD
LG