د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې خونړي بریدونه، ۵۰ تنه ووژل شول ګڼ ژوبل


د عراق په سر ښار بغداد کې په داسي حال کې د بمي چاودنو او ډزو راپورونه ورکړل شوي چې پر دغه هيواد د امريکا د حملې لسمه کليزه نمانځل کيږي.

عراقي چارواکي او پوليس وايي چې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۵۰ ټپيان دي. د بریدونو صدف د بغداد شییعه مېشتي وکړي ول.

پر عراق د امریکا په مشرۍ تر حملې يوه لسيزه وروسته چې اوږدمهاله مشر صدام حسېن هم په کې ليري کړل شو، امنیت اوس هم له ستونزو سره مخامخ دی که څه هم په تیرو څو کالو کې په عمومي توګه په تشدد کې څرګنده کمی راغلی دی.

د ډېريو اوسنيو بريدونو پړه سني وسله وال په غاړه اخلي چې له القاعده سره تړاو لري او حکومت بې ثباته کول غواړي. د تېر کال راهيسي په زرګونه سنيان د وزيراعظم نوري الماليکي په مشرۍ کې د شیيعه حکومت پر ضد مظاهرې کوي او تور پر لګوي چې سني لږکي بې واکه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG