د لاسرسي ځای

تازه خبر

امتحانونو کې د نقل وهلو مخنیوی به څنګه کېږي؟


یو زدکونکی د امتحان پر وخت نقل کوي
یو زدکونکی د امتحان پر وخت نقل کوي



په پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې په تعلیمي ادارو کې یې درغلي په بېشانه کچه زیاته ده. پروسږ کال (۲۰۱۲م ) نړیوال شفافیت یا ټرانسپېرنسي انټرنېشنل په په خپله یوه سروې کې ویلي ول چې په پاکستان کې د تعلیم اداره په جهاني کچه په درغلۍ کې پر دریم نمبر ده.


په تعلیم کې د درغلۍ او بډو رشوتونو په حواله ترټولو ډېر امتحاني عمل تر نیوکو لاندې راځي په دې اړه د کوهاټ تعلیمي بورډ چیرمېن پروفېسر نورالله چې د خېبر پښتونخوا د ټولو بورډونو د مشرانو کمیټۍ مشري هم کوي وايي، دنقلونو او بډو رشوتونو ختمولو لپاره دوي یو شمیر ګامونه پورته کړي خو دا تر هغې نه شي کامیابیدلې ترکومې چې ټوله معاشره دې کې برخه وانه خلي.

((د نقلونو په مسله کې یوازې په بورډ ذمه واري نه راځي بلکې په دې کې پر استاذانو، مور پلار او ټولنه هم ذمه واري راځي ځکه چې دا د ټولو یو رجحان جوړ شوی دی. دا راز په کار ده چې دې لړ کې له موږ سره رسنۍ هم کومک وکړي، مدني ټولنه او په خاص توګه مور پلار ته يې په دې پوهیدل پکار دی چې دا د بچي سره ښه نه بلکې بد کول دي. که تاسو راشۍ په کرک کې وګورۍ د امتحاني مرکزونو نه بهر پلرونو یوه منډۍ لګولې وي.))

نوموړې زیاتوي مور پلار ټول کال د خپلو بچو د تعلیم حال نه اخلي خو په امتحان کې بیا د بډو رشوتونو ورکولو هڅې کوي.

د ډیره اسماعیل خان د تعلیمي بورډ د پروفیسرفضل ربي نه مو پوښتلي په امتحاني عمل کې د درغلیو د مخنیوي لپاره دوی څه ګامونه پورته کول پکار دي؟

((موږه اوس د امتحاني ډیوټيانو لپاره په محکمه تعلیم کې یوه قرعه اندازی کیږي او یوازې هغه استاذان پکې شاملوو چې وړاندې یې په ایماندارۍ سره خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي وي. خو موږ ته په قبایلي سیمو کې او په خاص توګه د جینکو په سکولونو کې امتحان یوه لویه مسله ده، هلته امنیتي ستونزې دي او خلک تللی نه شي او ځینې تلل نه غواړي. باقي د بورډ مشرانو ته پکار ده چې د امتحاناتو د څارنې لپاره ښه او مستعد خلک پرځای کړي))

پروفېسر فضل ربي وايي د میرټ خلاف په سیاسي بنیاد بورډونو کې د چارواکو د ډیوټیانو لګولو مخنیوی هم پکار دی. بلخوا د پيښور بورډ چیرمین ډاکټر رفیع اپرېدی چې د ټول پاکستان د تعلیمي بورډونو د مشرانو د کمیټۍ هم چیرمین دۍ په دې حقله وايي چې کوم طالبعلمان په نقلونو او دهوکو تعلیم ترلاسه کړي دوي د وطن د پرمختګ لپاره هېڅ کردار نه شي ترسره کولای.

[ موږ تل ماشومانو ته دا وایو چې دا امتحان یوازې ستاسو نه دې بلکې دا د قام سره ژور تړاؤ لري. که امتحان سم وشي، یو ښه ځوان وړاندې لاړ شي نو سبا ته به د قام دا ټولې ذمه وارۍ دهغه په غاړه وي او په دې چوکیو به دوی ناست وي او سمې فېصلې به د کولو جوګه وي چې ټول قام باندې به یې ښه اثرات ښه وي او که نه/ خدای مه که په نقلونو او دهوکو څوک وړاندې لاړ شي نو په ټول قام به یې بد اثرات غورځیږي. ځکه چې هم دا ځوان کول زموږ سباؤن دې))

ډاکټر رفیع اپریدی زیاتوي که څه هم اوس د مقابلې دور دی او خلک په دې پوهه شوي چې د نقلونو او دهوکو تعلیم انسان ته ګټه نه شي رسولې خو بیا هم مور پلار ته په کار ده چې د دې ناوړه عمل مخه ونیسي.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG