د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر او پاکستان خپل تعلقات پیاوړي کوي


رابعه اکرم

د مصر ولسمشر محمد مرسي پاکستان ته په خپل یو ورځنې سفر پاکستان ته له تلو سره سم په اسلام اباد کې له ولسمشر آصف علي زرداري سره لیدلي دي.


د سرکاري ټیليویژن له مخې له اېوانې صدر په جاري شوې خبره پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه ملاقات کې دواړو مشرانو پر خپلمنځي تعلقاتو، تجارت او سرمایه کاري سره سره یې پر سیمه ییزه حالاتو خبرې اترې وکړې.

سرکاري ټي وي وايي، چې دواړو مشرانو د خپلمنځي تعلقاتو د ودې لپاره هر دوه کاله پس د دوه اړخیزه سرمشریزې کولو پرېکړه هم وکړه.

له دې علاوه د ډاک نظام ښه کولو، د مال وړونکو سمندري بېړیو پر تګ راتګ، ساینس او ټېکنالوژي او د مالوماتو د تبادلې په برخه کې پر مفاهمتي یاداښتونو لاسلیک هم وشو.

د بهرنو اړیکو کارپوه رستم شاه مومند وايي، که څه هم د پاکستان او مصر ترمېنځ پیاوړي اقتصادي او تجارتي تعلقات نه دې پاته شوي خو دا اوسنی اقدام په راتلونکو کې د تعلقاتو ښه کولو لپاره یوه ښه بنیاد ثابیتېدای شي. دی زیاتوي د غوره تعلقاتو لپاره په کار ده چې په خپلمنځیو لاسلیکونو عملي لاس پورې شي.

د پېښور پوهنتون پروفېسر او د بهرنو چارو کارپوه سرفرازخان بیا د ولسمشر محمد مرسي دوره دومره مهمه نه بولي:

(( که تېر مهال ته وګورو، په ساړه جنګ کې پاکستان د سینټو هېوادونو غړی وو او مصر د پخواني شوروي ااتحاد سره ولاړ وو. هغه وخت د دواړو ملکونو ترمینځ ښه تعلقاتو نه ول، ځکه چې پاکستان د امریکا پلو ته ولاړ وو او مصر د سوویت یونین ملاتړی وو. او اوس چې مرسي پاکستان ته راځي، نو دلته یو نګران حکومت دی، نوي انتخابات به کېږي. نوی حکومت به راځي نو زه په داسې وخت کې له دې دورې دومره امېد نه لرم.))

د پاکستان د خارجه چارو وزارت وياند اعزاز احمد چوهدري وايي چې نوموړي د ولسمشر اصف علي زرداري په بلنه د پاکستان په دوره ورغلی دی.

دی زیاتوي چې په دې دوره کې به تقريبا په اته معاهدو د دواړو ملکونو ترمينځه لاس ليک کيږي. ياده دې چې دې نه وړاندې کال ١٩٦٠ کې په وړومبې ځل د مصر پخوانې ولسمشر جمال عبدال ناصر د پاکستان دوره کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG