د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې د ترهګرو شبکو ختمول جهاني غونډه غواړي"



د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو لپاره باید یوه نړیواله غونډه رامنځ ته شي.


ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن (ګل ورځ) په کابل کې د آیساف له ویاند سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وویل چې، د نړیوالي ټولنې لومړنی ماموریت په افغانستان کې له ټروریزم سره مبارزه وه او د ده په خبره چې د دې ماموریت دوهمه برخه باید د سرحد اخوا ته پیل شي:

( له ټروریزم سره د مبارزې د دویم ماموریت لپاره یوې نړیوالې غونډې ته اړتیا ده چې د ترهګرۍ اصلي مرکزونه چې د افغانستان د پولي اخوا ته دي، له منځه یوسو. )

ښاغلی صدیقي وایې چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د شاوخوا ۳۰ زره مدرسو، د کوټې شورا او نورو ترهګرو شبکو موجودیت دا ښیې چې ترهګرې شبکې د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG