د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ کې دوه اپوزیشن ليډران!




په بلوچستان کې تر هغه وروسته چې د واکمن پيپلز ګوند څو غړیو له وزارتونو استعفا ورکړې، او په اپوزیشن کې کښېنستل، د لنډمهالي حکومت د وزیراعلی ټاکلو لپاره يو نوی بحران رامنځته شو.


تردې وړاندې واکمن ګوند د خپلو ځينو ملګرو ګوندونو په مشوره جمعیت علماء اسلام په اپوزیشن کې کښېناوه، چې ورسره به د جمعیت علماء اسلام ف او پيپلزګوند په ګډه مشوره سره د دوی د خپلې خوښې لنډمهاله حکومت جوړېدلی. خو د اپوزیشن ګوندونو چې مشري يې د ګورنر بلوچستان ورور طارق مګسی کوي، نه يواځې د ق لیګ غړي، بلکې د پاکستان پيپلز ګوند غړي هم له ځان ملګري کړل، او د اپوزیشن لپاره یې خپله ډله تر جمعیت علماء اسلام ف مضبوطه شوه.

اسبملۍ تحلیل کولو ته يواځې ۲۴ ساعته وخت پاته شو، لاهم د لنډمهاله حکومت لپاره د اپوزیشن او واکمن ګوندونو تر منځ هیڅ سلا مشوره شوې نه ده.

کله چې د واکمن ګوند خپل غړي په اپوزیشن کې کښېنستل، نو د یاد ګوند غړي علي مدد جتک د اتوار پر ماښام په يوه خبره غونډه کې وویل دوی به د دې غړيو پرضد کار وکړي.


؛ ځينې زموږ د ګوند ملګري چې په يوې غونډه کې يې دا پرېکړه کړې، چې دوی په اپوزیشن کې کښېني. نو دا د ګوند د پالیسۍ ضد کار دی. ګوند ته يې د نقصان رسولو هڅه کړې ده. او ګوند يې د خپل ګټو لپاره استعمال کړ. موږ به له ګوند سره تر سلا وروسته د دوی پرضد کاروايي وکړو؛.

که څه هم د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، د صوبايي کابينې غونډه به د اتوار پر ورځ په وزیراعلی سیکريټریټ کې کېږي، خو دا غونډه هم ونه شوه. د خبریالانو له يوې مخصوصې ډلې سره په خبرو کې نواب اسلم رييساني وویل؛ د روانې میاشتې په نوولسمه نېټه به صوبايي اسمبلۍ تحلیل کړي؛. خو دا چې د اسبملۍ تحلیل کولو ته يواځې ۲۴ ساعته وخت پاته شو، لاهم د لنډمهاله حکومت لپاره د اپوزیشن او واکمن ګوندونو تر منځ هیڅ سلا مشوره شوې نه ده.

له دې پرته بله خبره دا ده چې د بلوچستان صوبايي حکومت په يوه خبرپاڼه کې د شپې د جمعیت علماء اسلام ف ډلی مولانا عبدالواسع نوم په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن د ليډر په توګه جاري کړ. او دغه ډول د ق لیګ طارق مګسی او مولانا عبدالواسع دواړه په يوه اسمبلۍ کې ځان د اپوزیشن مشر یادوي.
XS
SM
MD
LG