د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس به ځولۍ په نازولو ګرځومه


جلال اباد:په پښتنه ټولنه کې زيارتونو ته د ښځو ورتګ له پخوا نه رواج لري او اوس هم په ځينو سيمو کې پالل کيږي. په زيارتونو ښځې او نجونې مرادونه نيسي، د ميلې په ډول پکې ديګونه پخوي، نذرانې پکې ويشي او له تقدس سره سره ښځو ته د يوه ميله ځای حيثيت هم لري.


لکه څنګه چې حجره او جومات د پښتنو د مذهبي او کلتوري ارزښتونو څخه مهمې اجزاوې ګڼل کيږي، داسې د پښتنو ميرمنو لپاره ګودرونه او زيارتونه د قدر وړ دي او د کلتور برخه يې ګڼي.
سره له دې چې اوس د پخوا په څير نه ګودرونه اباد دي او نه هم د پخوا په څير ښځې په زيارتونو ورماتي دي، خو بيا هم په لر او بر پښتنو کې زيارتونو ته د تقدس په نظر کتل کيږي او له ښځو تر څنګ ورته اکثره نارينه هم په درنه سترګه ګوري.


د ننګرهار د ښځو رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو مشر تورپيکۍ شينواري د داسې وخت خبره کوي چې لا په افغانستان د جنګ بلا نه وه مسلط شوې.

« مخکې به زموږ په هيواد کې ګودرونه وو، چينې وې، جينکۍ به د تفريح او ساعتيري لپاره ورتلې. همدغه شان اولياکرام زيارتونو ته هم ورتلې، خويندو به موټر ونيو او ډله به يې جوړه کړه، يا به لغمان کې مهترلام بابا ته تلې او د ننګرهار د شاو خوا سيمو نه به ډولکي واله بابا زيارت ته ښځې راتلې. دا هر څه به دوی د خپلې ساعتيري لپاره جوړول »

د مرسل نوري په نوم يوه ځوانه انجلۍ وايي چې سره له دې چې زيارتونو ته تګ روا نه دی، خو اوس يو رواج ګرځيدلی دی. اوس هم نجونې او ميرمنې د مراد نيولو په خاطر زيارتونو ته ورځي.

دا چې نجونې د دستمال د څه په خاطر د زيارت په جنډې پورې تړي او يا هم ميرمنې ولې علامتي زانګوګانې پر زيارت ولاړې ونې پورې تړي، دا پوښتنه يوه نجلۍ سحر نوابي دارنګه ځوابوي:
« هغه خويندې چې زياتونو ته ورځي او هلته په جنډې پورې دستمال تړي د هغوی مقصد دا وي چې هغوی غواړي چې نامزاده شي يعنې کوژدن يې وشي او هغه ميندې چې زانګو ګانې ځوړندوي هغو د اولاد د غوښتنې لپاره دا کار کوي.
ميرمن قمرګل هم په يوه سندره کې وايي:

په ريبارانو پوره نه شوه
ګل وړوکی
اوس به ځولۍ په نازولو ګرځومه
نور به ځولۍ په نازولو ګرځومه مورې
که راته راکړې سور سالو ځان سره وړمه مورې
زه د شينکي بابا زيارت ته سبا ځمه مورې
که راته راکړې سور سالو ځان سره وړمه مورې

که يو لور ته کليوالې ميرمنې په زيارتونو پورې زړونه تړي او مرادونه پرې نيسي، نو بل لور ته تعليم يافته ميرمنې زيارتونو ته تګ د وخت ضايع بولي، په ننګرهار کې د ښځو د پرمختګ يوه فعاله ميرمن رڼا قادري وايي چې په افغانستان کې بې سوادي د دې لامل شوې چې ښځې د ستونزو د حل لپاره زيارتونو ته ورځي.


« په افغانستان کې د سواد کچه ډيره ټيټه ده، ښځه نور توان نه لري، د خپل زړه د تسکين لپاره يا ډولکي بابا ته ځې او يا هم نورو زيارتونو ته. که ښځې وظيفې ولري او يا په کومه کارخانه کې کار وکړي، نو دوی به هم زموږ په شان وخت ونه لري چې په زيارتونو وګرځي او څه ترې وغواړي»

بل خوا د ننګرهار د ښځو چارو رياست کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مشره تورپيکۍ شينواري وايي چې که اوس ګودرونه ړنګ شوي او يا هم زيارتونو ته تګ مهال وي نو ښځې کولای شي چې په ازادانه توګه د ميرمنې پارک ته په چکر ورشي.

« زموږ ډير رسم و رواجونه دې انقلاب درهم برهم کړل.او ټول خلک يې نا اميده کړل. نو د دې په خاطر چې د ښځو دا نا اميدې له منځه لاړه شي، اوس د ښځو چارو رياست د ننګرهار د کميسارۍ تر څنګ د ښځو پارک جوړ کړی زموږ خويندې کولای شي چې په ازادانه توګه چکر او ساعتيرۍ ته راشي.»

دا چې د پښتنو په خاوره د بد امنۍ سيوري خور دی، د افغانستان اکثرو سيمو کې نه ګودرونه اباد پاتې شوي او نه هم ميرمنې په ازادانه ډول زيارتونو ته د ورتګ زړه ښه کوي.
XS
SM
MD
LG