د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا اټومي خطر پر وړاندې د امریکا ګام


امريکا وايي د شمالي کوريا د ايټمي او ميزايل خطر په ځواب کې به ميزايل معلوموونکې يا اڼترسیپټرز نصبوي.

د امريکا د دفاع وزير وايي پر دې کار به خوا او شا يو بيلين ډالر ولګيږي او د شمالي کوريا د ميزايل ټکنالوژۍ څخه د ممکنه خطر په اړه د باخبره اوسيدو لپاره ترسره کيږي.
امريکا لا واردمخ په کيليفورنيا او الاسکا ايالت کې دغسي ديرش ميزايل معلومونکې يا انټرسيپټرز لګولي او د دې نوي پلان سره به د ملک په غربي سيمه کې څوارلس نور نصب کړي.
د امريکا د دفاع لپاره دا اضافي ګامونه به تر ۲۰۱۷ کال پورې مکمل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG