د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چیکۍ نجونو خوشې کولو غوښتنه شوې ده


دا هغه چیکۍ نجونه دي چې په پاکستان کې تښتول شوې دي.
دا هغه چیکۍ نجونه دي چې په پاکستان کې تښتول شوې دي.

په چيک جمهوريټ کې د هغې ادارې مشرې چې يوه کارکوونکې يې په بلوچستان کې تښتول شوې، له تښتوونکو غوښتي چې دغه نجلۍ دې ورپرېږدي.


په ذهني توګه له معذورو (معیوبو) کسانو سره کارکوونکې د We Are Open ادارې يوه کارکوونکې ۲۴ کالنه هانا همپالووا له خپلې يوې ملګرې انتوني خراستيڅکا سره د چارشنبې پر ورځ له ايرانه د پاکستان د بلوچستان سرښار، کوټې ته په بس کې روانه وه، چې نا مالومه کسانو وتښتوله.

د يادې ادارې مشرې لېنکا فېڅووا د جمعې پر ورځ د هانا همپالووا له تښتونکو وغوښتل چې نوموړې دې خوشې کړي.

(([سلګۍ] د مسلمانانو په توګه تاسې ته مالوم دي چې [له تاسې] یوه ښځه څه غواړي، خدای څه غواړي، زه له تاسې غواړم چې هغه بیرته موږ ته راکړئ. هغې ته تاوان مه رسوئ، ژوندۍ او روغه یې را واستوئ. ځکه چې که تاسې تاوان ورته ورسوئ نو پوهېږئ چې الله عادل دی او سزا به درکړي.[سلګۍ] بس دی نور [څه نه وایم]. بښنه غواړم.))

د لېنکا فېڅووا ویډیو لیدو له پاره دلته کلېک وکړئ.

د هغه بس ډرايور چې تښتول شوې نجونه په کې سپرې وې د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې تښتوونکي د امنيتي سرتېرو په وردۍ (دریشۍ) کې ول او نجونه يې د ايران خوا ته د سرحد پر لوري بوتللې.

لا تر اوسه کومې ډلې د دوی د تښتوونې ذمه واري پر غاړه نه ده اخيستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG